سعودي عربستان او ملګري یې پر قطر بندیزونه سختوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بیانیه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر له خولې ویل شوي چې پر قطر بندیزونه سختوي.

د سعودي عربستان په مشرۍ څلور عرب هېوادونه- چې له قطر سره یې هر ډول اړیکي شلولي- پر دغه هېواد د بندیزونو سختولو خبره کوي.

د دوی دا بیانیه له هغه وروسته ده چې قطر یې ۱۳ غوښتنو ته (نه) ځواب ور کړ.

د بیانیې په خپرولو سره سعودي عربستان، متحده عربي امارات، مصر او بحرین وايي، د دوی غوښتنو ته دوحه د (نه) په ویلو سره دا ښیي چې "د ترهګرۍ له ملاتړ" لاس نه اخلي.

دا داسې تور دی چې دوحه یې ردوي او وايي، د دغو څلورو هېوادونو غوښتنې "نه منطقي او نه هم عملي" دي.

* قطر ولې د ترهګرو پر ملاتړ تورن شو؟

* درې لاملونه چې قطر له عربو سره جوړجاړي ته هڅولی شي

* قطر ایروېز 'د نړۍ تر ټولو غوره هوايي شرکت' وپېژندل شو

په دې غوښتنو کې له ایران سره د قطر د اړیکو پرې کول او د الجزیره تلوېزون د خپرونو بندل هم راځي.

د څلورو عرب هېوادونو په وروستۍ بیانیه کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل جبیر له خولې ویل شوي، د قطر له نه ځواب وروسته ریاض او ملګري یې پر دوحه بندیزونه سختوي او اړیکي به یې ور سره نه وي.

دغو هېوادونو تېره میاشت ناڅاپه قطر "د ترهګرۍ په پراخ ملاتړ" تورن کړ او له دغه هېواد سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکي پرې کړل.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption تېره میاشت دغو عرب هېوادونو له قطر سره اړیکي وشلول.

په ورته مهال د جرمني په هامبورګ کې د جي شل ډلې سرمشریزه کې- چې د نړۍ اقتصاد یې په لاس کې دی- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د قطر او د هغه د ګاونډیانو ترمنځ د کړکېچ اوارولو نوې هڅې پیل کړې دي.

امریکا د دې کړکېچ په لومړیو کې د قطر پر ضد د ډونلډ ټرمپ د سخت دریځ له امله د ریاض ملاتړ وکړ، خو د څو اونیو په تېرېدلو سره یې د ښکېلو لورو ترمنځ د پخلاینې دریځ خپل کړ.