۷۵ کلنې ښځې له هلک سره واده وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption شاوو سلامت او ناوې روهایا نومېږي

په اندونیزیا کې یوې ۷۵ کلنې ښځې له ټولو رواجونو خلاف له یوه شپاړس کلن هلک سره واده وکړ.

د یادو کسانو واده تر هغه وروسته د خلکو پام د ځان پر لور کړ چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د واده د مراسمو ویډیو لاس په لاس شوه.

شاوو سلامت او ناوې روهایا نومېږي

* ارجنټاین کې د لیونل میسي 'د پېړۍ واده'

* تبو: د اجې دیوګن له امله مې واده ونه کړ

* جګړې بېل کړی ۱۰۲ کلن بوډا د واده ۸۰مه کلیزه لمانځي

تر اوسه لا شاوو (سلامت) ۱۶ کلن دی چې واده قانوني عمر ته نه دی رسېدلی.

د ځایي رسنیو د رپوټونه له مخې، د واده تر شا کیسه داسې ده چې هلک (سلامت) د ملاریا ناروغۍ نیولی و او د یوې مودې لپاره یې ناوې (روهایا) د هغه پالنه کوله او د دواړو د زړه بایللو کیسه شروع شوه.

ځايي خلک وروسته د دواړو پر واده سلا شول چې هلک له روهایا سره د واده نه کولو په صورت کې د ځانوژنې ګواښ وکړ.

ویل کېږي د سلامت پلار کلونه وړاندې مړ شوی او مور یې هم له بل چا سره واده کړی دی.

روهایا هم تر دې وړاندې هم دوه ودونه کړي او څو اولادونه لري.

د اندونیزیا په جنوب لوېدیځ کې د سوماترا کلي مشر سیک اني، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: " دا چې هلک لا د واده قانوني سن ته نه دی رسېدلی، نو موږ یې د واده مراسم ګوښي تر سره کړل."

د اندونیزیا د قوانینو له مخې، د نجلۍ د واده عمر ۱۶ او د هلک لپاره ۱۹ کاله ټاکل شوی دی.

هغه وايي، دا چې د ګناه له تر سره کولو مو مخنیوی کړی وي، نو د سلامت او روهایا چې د ۷۱ - ۷۵ کلونو ترمنځ عمر لري، د واده مراسم مو د جولای په دویمه تر سره کړل.

په اندونیزیا کې د کمعمره نجونو د ودولو د مخنیوي یوه فعاله "یني ایزي" وايي، ورته بېلګې لږ موندل کېدونکې دي، ځکه لیدل شوي چې تل کمعمره نجونې له خپلې خوښې پرته ودېږي.

هغه زیاته کړه، دغه کوچني هلک له زړې ښځې سره د پیسو او نورو امتیازاتو لپاره واده نه دی کړی، مګر دا چې دا زړه مېرمن له هغه سره مینې لري او خیال یې ساتي."

اړونده مطالب

ورته مطالب