"د امریکا او برتانیا ترمنځ سوداګریزه هوکړه لاسلیکېږي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر لندن ته د تګ خبره هم وکړه، خو د تلو کره نېته یې په ګوته نه کړه

د امریکا ولسمشر "ډونلډ ټرمپ" ویلي، ژر به د امریکا او برتانیا ترمنځ پیاوړې سوداګریزه هوکړه لاسلیک شي.

ښاغلي ټرمپ د جرمني په هامبورګ کې د جي شل هېوادونو د ناستې په څنډه کې د برتانیا له لومړۍ وزیرې "تریزا مۍ" سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې هوکړې پر سر خبرې اترې وکړې.

ښاغلي "ټرمپ" تر دغې لیدنې وړاندې وویل، له اغلې "مۍ" سره یې ښه اړیکي جوړ کړي او بیا یې ژورنالیستانو ته وویل: "نور هېوادونو زموږ غوندې نژدې اړیکي نه لري."

* د برتانیا ځانګړي ځواکونه د "افغانانو پر وژلو" تورن شول

* د برتانیا او امریکا د زده کړو سسټم به افغانستان کې ګټور وي؟* په وېلز کې د قران یو ښوونکی د جنسي ځورونې په تور په ۱۳ کال بند محکوم شو

د امریکا ولسمشر لندن ته د تګ خبره هم وکړه، خو د تلو کره نېته یې په ګوته نه کړه.

د دواړو مشرانو په مخامخ خبرو کې اغلې "مۍ" وویل، دغې هوکړې ته ورینې ده، خو اندېښنه یې وښوده، تر هغه چې برتانیا له اروپايي ټولنې په بشپړ ډول ونه وځي، د هوکړې په برخه کې خنډونه شته.

اغلې "مۍ" په یوه خبري ناسته کې وویل، د نړۍ د هېوادونو (هند، چین، جاپان او امریکا) مشران له برتانیا سره د تازه سوداګریزو اړیکو رغولو ته لېواله دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اغلې "مۍ" هیله وښوده چې امریکا به بېرته د یادې هوکړې له منونکو سره یو ځای شي

د اروپايي ټولنې د قوانینو له مخې، برتانیا او امریکا هغه وخت سوداګریزې اړیکې پراخوای شي چې د ۲۰۱۹ کال په پسرلي کې برتانیا په بشپړ ډول له اروپايي ټولنې ووځي.

د برتانیا لومړۍ وزیرې له ښاغلي "ټرمپ" سره د لیدنې پر مهال د پاریس له هوکړې د امریکا په بېرته کېدو اندېښنه وښوده او ویې ویل، په دې اړه یې د جي شل هېوادونو د ناستې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر سره خبرې کړې دي.

اغلې "مۍ" هیله وښوده چې امریکا به بېرته د یادې هوکړې له منونکو سره یو ځای شي.

ورته مطالب