عراقی لومړی وزیر موصل کې له داعشه د ښار "ازادي" لمانځي

د انځور حقوق Iraq PM office/Twitter
Image caption د عراق د لومړي وزیر دفتر دغه عکسونه چې ښاغلی العبادي له خپلو ځواکونو لاس روغ بړ کوي پر ټوېټر خپاره کړي.

د عراق لومړی وزیر حیدر العبادي د موصل ښار ته ورغلی چې له اسلامي دولت نومې ډلې، داعش یې بېرته ترلاسه کول ولمانځي.

ښاغلی العبادي د دغه ښار د" ازادلو" په پار خپلو ځواکونو ته مبارکي ورکړه.

د عراق دولتي ځواکونو د موصل په ښار کې د اسلامي دولت نومې ډلې د اورپکو د مقاومت وروستۍ مورچلې له منځه یوړې چې له دې سره د ښار د بېرته نيولو لپاره نهه مياشتنۍ جگړه پاى ته ورسېده.

ټاکل شوې ده چې لومړی وزیر به رسمي وینا کې دا بری اعلانوي.

نن ټوله ورځ د موصل زوړ ښار څخه د نښتو د دوام راپورونه ورکول کېدل، ځکه هلته اورپکو یو وړې سیمې کې مقاومت کاوه.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د موصل جګړه کې ګير ولسي وګړي

د راپورونو له مخې دېرش وسله وال هغه وخت ووژل شول چې هڅه یې کوله د دجلې سیند ته ټوپ وهلو سره وتښتي.

ښار کې خورې ورې ډزې کېږي او د داعش د وسله والو مړي په لارو کوڅو کې پراته دي.

عراقي سرتېري د موصل ښار په ويجاړ و واټونو کې پر داعش د خپل بري لمانځنه کوي. پوځيان ليدل کېږي چې نڅا او هوايي ډزې کوي.

Grey line

سېباستین اوشر، د عربي نړۍ کارپوه

بي بي سي

۲۶۵ورځې وروسته، د عراق حکومت بلاخره په موصل ښار کې د بشپړې بریا اعلان وکړ.

لومړی وزیر حیدر العبادي وایي، موصل د داعش له وجوده پاک شوی دی. ډېرو ته مالومه وه چې دا ورځ به راځي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې عراقي ځواکونو ګام په ګام پرمختګ کاوه.

خو له دې سره سره داعش ډله بیا هم وتوانېدله چې درانه زیانونه ور واړوي.

نه یوزاې پوځ ته، بلکې هغو زرګونو ولسي وګړو ته هم چې تر وروستۍ شېبې په دې جګړه کې راګیر ول.

د موصل ښار جګړه تر ټولو خونړۍ وه.

کابو یو میلیون اوسېدونکي یې اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

پخپله موصل ښار هم اوس د پېژندلو نه دی. ډېره برخه یې اوس په کنډوالو بدله شوې.

د عراقي پوځ لپاره رښتیا هم چې دا یوه لویه بریا ده. هغه پوځ چې درې کاله وړاندې یې په همدې ښار کې له شرمه ډکه ماتې خوړلې وه. داسې ښکاري چې اوس یې بلاخره خپل غچ واخیست.

د داعش ډلې له خوا جوړ شوی خلافت هم ښایي اوس تر ډېره پاتې نشي. خو جنګیالي یې اوس هم توان لري چې ورانی وکړي.

د عراق حکومت وایي، د بیا پخلاینې او بیا رغونې هڅه به کوي. اوس وخت را رسېدلی چې دا ژمنه پوره کړي. عراقیان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي، او د موصل ښار له اوسېدونکو سره دا غم دی چې خپلو کورونو کې به یو ځل بیا ژوند وکړی شي او که نه.

د موصل بيا نيولو په جگړه کې چې تېرکال د اکتوبر پر ١٧ نېټې پيل شوه، لسگونه زره عراقي پوځيان، کوردي پېشمرگه ځواکونه، سني قبايلي وسله وال او شيعه مليشه ښکېل ول، چې د امريکا يي ځواکونو له لوري يې هوايي ملاتړ کېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په زرګونو کسان په موصل ښار کې ایسار پاتې ول او داعش ترې د انساني ډال په توګه استفاده کوله.

د عراق فدرالي پوليسو غړى خادم حسين وايي ابوبکر البغدادي او وسله وال يې له موصله شړلي او دا بهير به همداسې دوام مومي.

ښاغلی حسین وايي:" د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي ويلي و چې موصل به بېرته نه راسپاري، وگورئ، موږ اوس چېرې ولاړ يو؟ موږ په موصل کې يو. موږ د هغوى پر سرونو پښې کېښودې او راغلو، بيا به هوېجا او بيا رومادي ته ځو".

عراقي پوځ په تېره جنوري کې د موصل ختيځې برخې ونيولې، خو د داعش د جنگياليو له لاسه له کوچنيو کږو وږو لارو د جوړې لوېديځې برخې راېستل په پرتله ييز ډول ننگونکي ثابت شول.

ملگرو ملتونو خبردارى ورکړى چې ښايي داعش په سيمه کې لسگونه زره وگړي د انساني ډال په توگه ساتلي وي.

اړونده مطالب