"پاکستان اوس په امريکا کې ډېر ملگري نه لري"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د امريکا مرکزي استخباراتو سي آى اې او د پاکستان اى اس اى ترمنځ د اړيکو څرنگوالي په تړاو يوه شننه خپره کړې او وايي، د سپټمبر له يوولسمې وروسته دغو دواړو ادارو سره ډېره همکاري کړې خو پر يوۀ بل يې شکونه هم پر ځاى ساتلي دي.

د ورځپاڼې په وينا شته شکونه ځينې مهال پر يوۀ بل د تور لگولو او په ډاگه د ناندرييزو څرگندونو کچې ته هم لوړ شوي.

ليکوال ٢٠١٦ زېږدیز کال کې له پاکستاني زندانه د سي اى اې د يوۀ قراردادي "رېمونډ ډېوس" خوشې کېدو ته اشاره کوي، چې دوه وسله وال پاکستانيان يې وژلي ول.

ويل کېږي وژل شوي د استخباراتو غړي و. ورځپاڼه وايي دې چارې پر نارغېدلو ټپونو مالگه وشيندله خو دا هم په ډاگه شوه چې دغه دواړه ادارې تر کومه بریده سره همکاري کوي.

د مطلب ليکوال د امريکا پر لور د هند کږېدنې ته اشاره کوي، چې په وينا يې دا د هند حکومت په دريځ کې ١٨٠ درجې بدلون دى او وايي پاکستان په خپله زړه نازړه تگلاره د امريکا د ښو اړيکو له گټې ځان بې برخې کړ.

ليکوال ليکلي، طالبانو ته د پناځيو برابرول په واشنگټن کې ډېرى په غوسه کړل او پر امريکايي ځواکونو د حقاني شبکې له لوري شويو بريدونو دا غوسه لا پسې زياته کړه.

مطلب وايي پاکستان اوس په امريکا کې ډېر ملگري نه لري، او داسې پاخه دلايل شته چې دغه هېواد لپاره به يې پايله ښه نه وي.

نيويارک ټايمز:

بادغیس د انځور حقوق Getty Images

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې "د افغانستان په يوۀ ولايت کې چې قانون واکمن نه دى، ښځو لپاره عدالت او ارزښت نشته" تر سر ليک لاندې يو مطلب کښلى، او بادغيس کې يې د ښځو پر وړاندې چلند ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي په دغه ولايت کې تېرکال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ١١٨ پېښې ثبت شوي او د پارلمان د غړې فوزيه کوفي په وينا ليکي، د دغو پېښو اصلي شمېر ښايي ډېر زيات وي.

ورځپاڼې د "تبرک" په نامه د يوې مېرمنې مړينې ته اشاره کړې چې لور يې په نامشروع اړيکو تورنه شوې وه، او په همدې تور گڼو نورو وژنو ته يې هم گوته نيولې.

ورځپاڼه وايي که افغانستان ښځو لپاره د ژوند کولو بد ځاى دى نو بادغيس ښايي د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پلازمېنه وي، ځکه د ورځپاڼې په وينا په دغه ولايت کې نژدې هره اوونۍ د ښځو د ځورونې او وژنو رپوټونه مخې ته راځي خو عاملين يې سزا نه ويني.

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images

هندوستان ټايمز د ځينو په زړه پورو پېښو نکل کوي چې د شلو شتمنو هېوادونو "جي ٢٠" سرمشريزې په څنډو کې رامنځته شوي.

ورځپاڼه وايي تېره ورځ د امريکا د ولسمشر مېرمنې لپاره ښه نه وه. ټاکل شوې وه نوموړې د ځينو نورو مشرانو له مېرمنو سره په کښتۍ کې په يوه لنډ چکر ووځي، خو د نړېوال کېدنې ضد احتجاجونو له امله د هوټل په خپله خونه کې ايساره پاتې شوه.

بله په زړه پورې پېښه د هامبورگ ښار د کنسرټونو يوۀ تالار مخې ته هغه مهال رامنځته شوه چې ولسمشر ټرمپ يوې کلتوري غونډې کې گډون لپاره ور ورسېد.

کله چې ولسمشر له موټره کوز شو نو د چکچکو او ولولو غږونه پورته شول. ولسمشر ټرمپ وانگېرله چې دا چکچکې د هغه لپاره دي نو په مسکا هلته ولاړو کسانو ته ودرېد. له درېدو سره سم مالومه شوه چې دا چکچکې د ده لپاره نه، بلکې د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون لپاره وې چې سملاسي له ولسمشر ټرمپ وروسته هلته ورسېد.

ورځپاڼې د ولسمشر پوتين او د جرمني لومړۍ وزيرې انگلا مرکل خبرو ته هم اشاره کړې.

په انځورونو کې ليدل کېږي چې ولسمشر پوتين خبرې کوي او اغلې مرکل خپلې سترگې داسې اړوي لکه گواکې د هغه خبرې ورته خوند نه ورکوي. ورځپاڼې پوښتلي چې دوى به څه سره ويل؟