د ښځو پر مخ تړلی ټاپو نړیوال میراث وبلل شو

د انځور حقوق EPA
Image caption یواځې ۲۰۰ نارینه په کال کې او هغه هم په یوه ټاکلې ورځ دغه ټاپو ته تللی شي.

د ملګرو ملتونو کلتوري ادارې یونیسکو جاپان کې مذهبي حیثیت درلودونکی ټاپو اوکنیوشیما نړیوال میراث وباله.

دغه ټاپو ته یواځې نارینه تللی شي او د ښځو پر ورتګ بندیز دی.

اوکینوشیما ټاپو کې پر ۱۷ پېړۍ د اوکیستو مزار جوړ شو، چې سمندر کې د تلونکو کسانو او ماڼوګانو د خیر لپاره دوعا پکې کېږي.

* جاپان: د تشناب موندلو لپاره موبایل اپلیکشن

* جاپان کې خورا عصري اورګاډي سفر پیل کړی

* جاپان څرنګه د ټوپکو نژدې ټول جنایتونه له منځه یوړل؟

اوکینوشیما ټاپو ته تر ننوتلو مخکې سړي باید بوټان یا څپلۍ وباسي.

ستنېدلو کې هم دوی د نښې په توګه کوم شی له ځان سره وړلی نه شي او نه هم د دې سفر په هکله خپل لیدلي کتلي نورو خلکو ته ویلی شي.

د جاپان ټایمز د رپوټ له مخې، د دې مزار له جوړېدلو مخکې هم په اوکینوشیما کې د بېړیو او د چین او کوریا خلکو سره د سوداګریزو اړیکو لپاره دوعا کېدله.

دې مزار ته په زرګونو ناویاتې(نایاب) ډالۍ را وړل شوې چې د کوریا د سرو زرو ګوتې هم پکې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پر ۱۷ پېړۍ دغه ټاپو کې د اوکیستو مزار جوړ شو.

دې ټاپو ته په کال کې یواځې یوه ورځ( د مۍ پر ۲۷) د خلکو د تګ اجازت شته، دا پخوانی دود دی چې لا هم پالل کېږي.

دلته د تلونکو خلکو شمېر هم تر ۲۰۰ کسانو پورې دی.

دوی ته پکار دي سمندر کې اودس وکړي یا ځان پاک کړي او بل دا چې باید نارینه وي.