" که پاکستان خپله تګلاره بدله نه کړي په نړۍ کې ګوښه کېږي"

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افتاب احمد خان شېرپاو( په منځ کې) د پاکستان حکومت تورنوي چې پښتونخوا کې د انرژۍ پر پروژو پانګونه نه کوي.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير او وتلي سياستوال افتاب احمد خان شېرپاو هغه څرگندونې مهمې بللې چې پر حکومت يې د خپلې بهرنۍ تگلارې د سمولو غږ کړى.

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي شېرپاو ويلي، د پاکستان فدرال حکومت بايد خپله بهرنۍ تگلاره سمه کړي ځکه له امله يې د افغانستان او ايران په څېر گاونډيان له ځان لرې کړي.

د ښاغلي شېرپاو په وينا، که مرکزي حکومت په دې لړ کې اړين گامونه پورته نه کړي نو پاکستان به په نړۍ کې گوښى شي.

نوموړي همداراز د پاکستان پر فدرال حکومت نيوکې کړې چې په پښتونخوا کې د انرژۍ پر پروژو پانگونه نه کوي.

گارډين:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د موصل نیمايي وګړي کډوال شوي.

برتانيا چاپ گارډين ورځپانې په موصل کې د اسلامي دولت نومې ډلې ماتې ته کتنه کړې او وايي له دغه ښار را رسېدلي ښه خبرونه د داعش د پاى د نښې په مانا نه دي.

ورځپاڼه وايي، د ابوبکر البغدادي له لوري د موصل لرغوني جومات "النوري" له منبره د خلافت له اعلانېدو پوره درې کاله تېر شول.

دا جومات اوس د موصل ډېرو نورو برخو په څېر ويجاړ شوى او د دغه ښار خلکو گرانه بيه پرې کړې.

زرگونه کسان د جهاديانو له لوري او يا حکومتي ځواکونو سره د دوى په نښتو کې وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر ټرمپ به په موصل کې د بريا په تړاو ډېرې خبرې وکړي او دا به په رقعه کې د بل بري زيرى وبولي.

دا سمه ده چې داعش د خپلې ولکې سيمې بايللې، خو نظريه يې نه ده ماته شوې.

ورځپاڼه وايي داعش به پر خواله او ټولنيزو رسنيو د کرکې خپراوي ته دوام ورکړي، وسلوال به يې د خرپ او ترپ جگړې ته مخه کړي او د "جگړه غليم ته بوځئ" شعار به ډېر کاروي.

له دې سره ښايي په اروپا کې د بريدونو کچه لوړه شي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا ولسمشر پر ډېر ټوېټ کولو هم مشهور دی.

امريکايۍ واشنگټن پوست ورځپاڼې له يو شمېر امريکايانو سره خبرې کړې او د هغوى هغه پوښتنې يې خپرې کړې، چې غواړي ولسمشر ټرمپ ورته ځواب ووايي.

ځينې په زړه پورې يې په دې ډول دي:

١ ايا يوې اوونۍ لپاره به پر ټوېټر له ليکنې لاس واخلې؟

٢ کله به د امريکا ولسمشر په توگه د خپلو ويناو مسووليت منل پيل کړې؟

٣ ايا کله به د خپلو ماليو د ورکړې په تړاو جزييات په ډاگه کړې؟

٤ د امريکا د يو موټي کولو لپاره پلان لرې؟ ديني، توکميز او اقتصادي توپيرونو دغه هېواد سره ويشلى.