"پوهنتوني نارینه د پوهنتوني ښځو لپاره نه دي"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغه څېړنه د امریکا د ییل پوهنتون له خوا تر سره شوې ده.

په امریکا کې د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، هغه ښځې چې لوړې زدکړې یې کړي، د مناسب نارینه د نه موندلو له امله اړېږي، خپلې هګۍ منجمدې کړي.

د دې څېړنې برخه واله پروفیسره مارسیا اینهورن وايي، د څېړنې نچوړ یې ښيې چې پوهنتوني نارینه د پوهنتوني ښځو لپاره (مناسب) نه دي.

د څېړنې له مخې، پوهنتوني نجونو ډېروالی د دې لامل شوی چې نجونې په اسانۍ د ژوند ملګری ونه مومي.

* ناروغو میندوارو ښځو ته د درملنې په اړه معلومات ورکول څومره مهم دي؟

* نوو میندو ته د ژور خپګان پیدا کېدو لاملونه او درملنه

د دې کار پایله دا کېږي، هغه نجونې چې پوهنتونونه یې لوستي، خو د ژوند ملګری ونه مومي او مور کېدل یې هم ارمان وي، نو اړې دي د سپرم هګۍ یې منجمدې ( کلکې) کړي.

دا پدیده چې څېړونکو ورته د (نرانو کمښت) نوم ور کړی، تر ډېره په هغو هېوادونو کې شته، چې هلته ښځې تر نرانو ډېرې لوستې وي چې یوه بېلګه یې انګلستان دی.

څېړنه د امریکا د ییل پوهنتون له خوا تر سره شوې ده.

* سړي د مېندوارۍ د مخنیوي درمل ولې نه خوښوي؟

د امریکا د ییل پوهنتون څېړونکو له ۱۵۰ هغو نجونو سره خبرې کړي چې خپلې هګۍ یې منجمدې کړي دي.

د دغو ښځو له ډلې ۹۰ سلنو یې ویلي، ځکه یې دا کار کړی چې د ژوند تېرولو لپاره یې مناسب شریک ونه شو موندای.

پروفیسره مارسیا اینهورن چې د دغې څېړنې مشري کوي، وايي، دا څېړنه د لوستو ښځو په اړه هغه انګېرنه چې ښځې د کاري لومړیتوبونو له امله له مور کېدو تېرېږي، تر پوښتنې لاندې راولي:

" په رسنیو کې تل ویل کېږي چې کاري او زدکړییز مصروفیتونه دي چې له امله یې ښځې له مور کېدو پاتې شي، خو زموږ څېړنه ښيي چې دغه ښځې د هګۍ پر منجمدولو سربېره هڅه کوي، مناسب کورودان ومومي او میندې شي."

وخت په پیسو اخلي

پروفیسرې اینهورن، چې د سویس په پلازمېنه جینوا کې یې د مثل تولید او جنین پېژندنې د ټولنې په کنفرانس کې خبرې کولې، د خپلې څېړنې د نچوړ د وړاندې کولو پر مهال وویل: "زما په باور، پوهنتوني نارینه د دغه ډول ښځو لپاره نه دي."

ډېرو ښځو چې په دې څېړنه کې ور سره خبرې شوي، ویلي، د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ یې هڅه کړې د ژوند لپاره مناسب ملګری پیدا کړي، خو نه دي توانېدلي.

د اغلې اینهورن په خبره، دغه ډول ښځې چې د خپلې خوښې کورودان ونه مومي، ناراحته کېږي، د شریک ژوند او مېړه موندو لپاره خپلې هګۍ منجمدوي.

دردوونکي پړاوونه

د برتانیا د میندوارۍ ټولنه وايي، د انګلستان په ټولنه کې ستر بدلون رامنځ ته شوی دی: "ډېرې هغه نجونې چې پوهنتونونو ته تللي، د خپل کور جوړول یې شاته غورځولي دي."

د دوی په خبره، د پاخه عمر لرونکو ښځو شمېر چې روغتونونو ته د میندواره کېدو په پار درملنې ته ځي، بېخي ډېر شوی دی.

په وروستیو کلونو کې په برتانیا کې د ښځینه محصلانو شمېر تر نارینه هغو ډېر دی. رسمي شمېرې ښيي چې د ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په برتانیا کې ۵۶ سلنه محصلانې او ۴۴ سلنه محصلان وو.

پروفیسره بالن وايي، د هګۍ د منجمدولو په اړه باید د خلکو پوهاوی ډېر شي.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption په برتانیا کې د هغو ښځو شمېر ډېر دی چې خپلې هګۍ پر منجمېدو سربېره ژوندۍ ساتي، خو په راتلونکي کې یې د مور کېدو چانس کم دی

د هغې په خبره، که څوک په راتلونکي کې د میندوارۍ هیله لري، د هګیو منجمدول ورته اسانه پرېکړه نه ده:

"سمه ده چې په دې برخه ساینسي پرمختګونه شوي، خو دا ناشونې ده چې تر هګۍ منجمدېدو وروسته دې د مور کېدو تضمین وشي."

هغه ښځې چې غواړي هګۍ منجمدې خو ژوندۍ یې وساتي، چې راتلونکې کې مور شي، نو له دردوونکو پړاوونو تېرېږي او درمل کاروي چې دا کار پخپل ذات کې هم له خاطره خالي نه دی.

په برتانیا کې د هغو ښځو شمېر ډېر دی چې خپلې هګۍ پر منجمېدو سربېره ژوندۍ ساتي، خو په راتلونکي کې یې د مور کېدو چانس کم دی.

* د امریکا پر بیرغ د ښځې متیازې کولو ویډیو جنجال جوړ کړ

* ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

* د افغان مېرمنو کمپاین: زما نوم زما پېژندګلوي ده

د برتانیا د بلاربښت او جنین پېژندنې بنسټ د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې په برتانیا کې ۸۱۶ ښځو خپلې هګۍ منجمدې کړي چې د ۲۰۱۳ کال په پرتله ۲۵ سلنه زیاتوالی ښيي.

هګۍ تر جنینه ډېره نازکه ده، د منجمېدو او د بېرته عادي کېدو پر مهال یې د جوړې پاتېدو چانس کم دی.

روغتیاپالان وايي، شونې ده هکۍ له ۱۰ تر ۵۵ کلونو منجمده وساتل شي، خو د هګیو منجمېدول په برتانیا کې څو زره پاونډه لګښت غواړي او د دوامدارې پالنې پیسې یې لا بېلې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب