'د واده پر ورځ راباندې ډله ییز جنسي تېری وشو'

. د انځور حقوق JOSSE JOSSE
Image caption د واده مراسم مو په یوه لویه کلیسا(ال سنتز) کې نیولي وو

کله چې تري ګوبانګا د خپل واده په ورځ نادرکه شوه، هیچا فکر نه کاوه چې هغه دې برمته شوې وي، جنسي تېری دې پرې شوی وي او بیا دې د سړک پر غاړه د دې لپاره غورځول شوې وي چې ومري.

دا د دې ځوانې نایروبیایې کشیشې په ژوند کې دویمه بوږنوونکې پېښه وه چې دا ترې ژوندۍ ووتله.

د واده مراسم ډېر ستر و، ځکه زه یوه کشیشه وم، د کلیسا غړي او خپل خپلوان مې ډېر راغلي وو.

* 'پاکستان کې هره ورځ پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي'

* ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

* اېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

زه او کوژدن مې "هري" ډېر خوښ او په تلوسه وو. د واده مراسم مو په یوه لویه کلیسا(ال سنتز) کې نیولي وو چې ما ورته یو ښکلي کمیس هم په کرایه کړی و.

له واده یوه شپه مخکې مې پام شو چې د "هري" نیکټایي او ځینې نورې جامې له ماسره دي. هغه پرته له نیکټایي واده کې ګډون نشو کولی.

یوې ملګرې مې چې د شپې له ماسره وه، ویل، سهار وختي به د "هري" جامې ور ورسوي.

د انځور حقوق TERRY GOBANGA
Image caption کله چې یوه نارینه زما له خولې ټوکر لرې کړ، په تناسلي اله مې په لغته وواهه.

همداسې یې وکړل سهار وخته له خوبه پاڅېده او ما د موټرو تر تمځیه ورسوله.

کله چې د کور خوا ته راتلم، یوه سړي موټر ته تکیه وهلې وه.

زه یې له مخې راتیره شوم، ناڅاپه یې زه موټر ته پورته کړم او د موټر شاته څوکۍ کې یې واچولم. دوه نور نارینه هم موټر کې وو.

موټر حرکت وکړ دا ټول په یوه شېبه کې وشول. د ټوکر یوه ټوټه یې زما به خوله کې راکړه، ما لاسونه او پښې ووهل؛ هڅه مې کوله چې چیغې وکړم.

کله مې چې ټوکر له خولې لرې کړ په جیګ غږ مې چیغه کړې:" نن زما د واده ورځ ده!"

ګوزار یې را باندې وکړ او راته یې وویل، مرسته وکړه که نه وژل کېږي.

دې کسانو هر یو په خپل وار پر ما تیری وکړ. زه ډاډه وم چې مرم، خو بیا مې هم د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه کوله.

کله چې یوه نارینه زما له خولې ټوکر لرې کړ، په تناسلي اله کې مې په لغته وواهه.

هغه له درده چېغه کړه، بل هغه یې زه په نس کې څو ځایه په چاقو ووهلم، موټر روان و، دروازه یې پرانیسته، زه یې لاندې وغورځولم .

څو کیلومټره له کوره لرې شوې وم. شپږ ساعته مې له برمته کېدو تېر شوي وو .

یوه هلک، چې زه له موټره د غورځولو پر مهال لیدلې وم، تللی و خپله انۍ یې را خبره کړې وه. یوه ډله خلک زما خواته راغلل، ورپسې پولیس راغلل چې وګوري زه ژوندۍ یم او که نه.

زما لاس یې نیولی و، په یوه پراخ شال کې یې تاو کړم، غوښتل یې ما مړستون ته یوسي.

* "د فرانسې کډوالو کمپ کې پر یوې افغانې ژباړونکې جنسي تېری شوی"

* د جنسي تېري په تړاو د ټوکې له کبله د فیلیپن پر ولسمشر نیوکې

په لاره کې مې ساه واخیسته، ټوخی مې وکړ یوه پولیس غږ کړل ژوندۍ ده.

موټر هم را وګرځېد او زه یې تر ټولو ستر دولتي روغتون ته ورسولم.

زه ډیره ډاره شوې وم. تر شوڼدو لاندې مې له ځان سره یو څه ویل، د وجود یوه برخه مې لوڅه وه او وینې راباندې راماتې وې.

هغوې په چاقو او لغتو وهلې وم، د وجود ډیرې برخې مې پړسیدلې وې، خو د روغتون نرسه وپوهېده چې زه ناوې یم. هغې نورو نرسانو ته وویل: "باید پوښتنه وکړو چې په نیږدې کلېساګانو کې کومه ناوې ورکه شوې ده؟ "

لومړنۍ کلیسا د ال سنتز وه چې دوی ورته زنګ وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نرسې پوښتنه وکړه، ستاسې د کلیسا ناوې ورکه نه ده؟

نرسې پوښتنه وکړه، ستاسې د کلیسا ناوې ورکه نه ده؟

کشیش(راهب) ورته وویل: "هو موږ لس بجې یو واده درلوده، خو ناوې نه ده راغلې"

ال سنتز کلیسا په نایروبي کې د انګلیکانو تر ټولو پخوانۍ هغه ده .

کله چې زه کلیسا ته ورنه غلم، موروپلار مې ډېر ډار شوي وو. زما د موندلو لپاره یې کسان لیږلي وو.

داسې اوازې هم خپرې شوې وې چې د واده په اړه زما نظر بدل شوی دی خو نورو بیا ویل: "نه هغه داسې څوک نه ده کومه پېښه شوې؟"

وروسته له څو ساعتونو هغوی اړ و، د کلیسا د سالون ډیزان لرې کړي چې نورو مراسمو ته چمتو شي، خو زما کوژدن "هري" ماته د کلیسا په دفتر کې په تمه ناست و .

موروپلار مې چې کله پوه شول څه کېسه شوې ده، نو له نورو خپلوانو سره یو ځای روغتون ته راغلل.

* هند کې ښځې د 'جنسي تېري کوونکي' تناسلي اله غوڅه کړې

* ۱۰ کلنې نجلۍ د ګېډې ماشوم لرې کولو اجازه غوښتې

"هري" زما د واده جامې هم راوړې وې، رسنۍ هم خبرې شوې وې او خبریالان روغتون ته راغلل.

یوه بل روغتون ته ولیږدول شوم چې ځای مې لږ هوسا وي. هلته ډاکټرانو زما ټپونه ګنډل چې ماته یې تر ټولو ټکان راکوونکی خبر راواوراوه: "د چاقو وار ستا رحم ډیر ژور څیرې کړی راتلونکې کې نشې کولی مور شې . "

ډاکټرانو د میندوارۍ او د ایډز د مخنیوي درمل راکړل.

د انځور حقوق TERRY GOBANGA
Image caption هري راته وویل:" زه اوس هم درسره واده کوم، پام به در باندې کوم او ژوند به کوو. "

نه مې شو کولای فکر وکړم، هیڅ باور مې نه شو کولای چې داسې یوه پېښه دې را سره شوې وي.

هري راته وویل:" زه اوس هم درسره واده کوم، پام به در باندې کوم او ژوند به کوو. "

څو ورځې وروسته چې دردونه مې کرار شول، د هغه سترګو ته به مې کتل ورته به مې ویل، ستا لپاره خواشینې یم.

داسې مې انګېرله چې هري زما له امله ټیټ سری شوی دی.

ځینو به ویل دا زما تیروتنه ده چې سهار وختي له کوره وتلې یم، دې خبرې ډيره ځورولم، خو هري او کورنۍ به مې ملاتړ کاوه.

پولیسو تر ننه هغه تیري کوونکي ونه موندل. څو ځله د پيژندلو لپاره د پولیسو دفتر ته ولاړم، خو څوک مې ونه پېژندل.

دې خبرو ډیره ځورولم او هماغه ترخې شیبې یې رایادولې.

یوه ورځ د پولیسو له مرکزه لس ګامه لرې تللې وم بېرته راوګرځېدم. پولیسو ته مې ویل پوهیږئ چې په ما څه تیریږي غواړم دا کېسه ټوله شي.

درې میاشتې وروسته زما د اچ آی وي ویروس د معایناتو پایله راغله، منفي وه.

خوشحاله شوم، خو ویل یې لا هم درې میاشتې نوره باید په تمه پاتې شم .

ما او هري د بیا ځلي واده کولو لپاره چمتووالی پیل کړ.

سره له دې چې د رسنیو د مزاحمت له امله به مې تل ذهن نا ارامه و. یوې نجلۍ چې زما کېسه یې لوستې وه غوښتل یې له ماسره وګوري نوم یې "وایپ اوګولا" و.

هغه هم له یوه جنسي تیري ژوندۍ پاتې وه هغې سره مې خبرې کولې ویل یې له دوستانو سره یې غواړي موږ ته زموږ د واده مراسم د ډالۍ په بڼه دوی ترسره کړي.

البته وړیا او هرڅنګه چې زه غواړم.

د انځور حقوق TERRY GOBANGA
Image caption ما او هري د بیا ځلي واده کولو لپاره چمتوالی پیل کړ.

ډیره خوشحاله وم. یو ډول کیک مې راوغوښت بیه یې ډېره لوړه وه. اوس مې د کرایي کمیس پر ځای کولای شول خپله یو کمیس واخلم.

وروسته له اوو مېاشتو په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې ما او هري بیا واده وکړ.

د واده د لمانځلو د میاشت لپاره یو بل ځای ته لاړو .کله چې بېرته کورته راستانه شوو، شپه ډېره یخه وه.

هري د ډبرو سکرو ته اور ورته کړ او د خوب خونې ته یې راوړ. له یوې مودې وروسته یې اور له خونې بهر کړ ځکه خونه توده شوې وه .

کله چې ویده کیده ویل یې سر پرې ګرځي ما عادي واخېسته هوا ډیره سړه وه، ومو نه شو کړای د سړو له امله ویده شو. تر دې چې ما ورته وویل یوه بله کمپله هم اغوندم خو نه هغه له ځایه پورته شو او نه زه.

پوه شوم چې څه کېسه شته هغه خپل حالت له لاسه ورکړ. په یاد مې دي چې په هوښ شوم هغه ته مې ور غږ وکړ.

کله به یې ځواب راکاوه او کله به غلی شو.

له ځایه پاڅیدم، په خاپوړو مې تر ټیلیفونه ځان ورساوه، ګاونډیانو ته مې زنګ وکړ چې کومه پېښه شوې ځکه هري ځواب نه راکوي.

د ګاونډي مېرمن راغله ما نه شو کولی چې دروازه پرانیزم. یوه ډله ښځې خونې ته را دننه شوې.

چیغې یې کړې، زه بې هوښه شوم، خو کله چې مې سترګې پرانیستې روغتون کې وم.

میړه مې لټاوه چې راته وویل شول هغه دې د څنګ په خونه کې بستر دی.

ما ورته ویل، زه کشېشه یم، ډیرې سختې ورځې مې لیدلي، هر څه راته رښتیا ووایئ.

ډاکټر راته وکتل ویل یې: "زه خواشینی یم مېړه دې ژوندی نه دی."

باور مې نه شو کولی

د انځور حقوق TERRY GOBANGA
Image caption زه خواشینی یم میړه دې ژوندی نه د

هماغې کلیسا ته د جنازې مراسمو ته ورغلم وحشتانکه شېبه وه. یوازې یوه میاشت وړاندې هلته د واده په سپین کمیس کې ولاړه وم.

هري تر بلې هرې ورځې ښکلی شوی و او زما مخ ته ولاړ و اوس زه په تورو جامو کې وم او هغه تابوت کې لیږدول کېده.

خلکو فکر کاوه چې زه بدمرغه یم، خپل اولادونه یې له ما لیرې کول ما هم د ځان په اړه همداسې یو فکر کاوه.

ځینو زه د خپل مېړه په مرګ تورنولم، دې ټولو خبرو او پېښو ستړې کړې وم.

عدلي طب وښودله چې څه پېشه شوې وه، تنفسي سیسټم یې له مونواکسایډ څخه ډک شوی و او وژلی یې و .

روانن ښه نه وم، فکر مې کاوه خدای راته شا کړې او ټولو یوازې پریښې یم. نه مې شو کولی باور وکړم چې نور خلک څنګه کولی شي وخاندې، بهر ووځي، ژوند وکړي، ځکه زه بېخي ماته شوې وم:"یوه ورځ مې له کړکۍ بهر ځای څاره، مرغۍ الوتې ما ویل خدایه څنګه له دوی ساتنه کولی شې او له ما نه؟"

هماغه شیبه مې فکر وکړ چې وخت بېرته نه راګرځي او دا تر ټولو تریخ حقیقت دی

ټولو ته مې ویل زه بیا واده نه کوم خدای له ما زما مېړه واخیست، دا تجربه ډېره سخته وه ژور دردونه یې یوازې زه په خپل وجود احساسوم.

خو د (توني ګابونګا) په نامه یو سړی مې لیدو ته راغی. هغه هڅولم چې د ښو ورځو په اړه فکر وکړم. یو ځل یې درې ورځې زنګ رانه غی، نو زه غوسه وم او په ځان پوه شوم چې هغه ته لېواله یم.

توني ماته د واده وړاندیز وکړ ما ورته ویل لاړ شه یوه مجله واخله زما د ژوند کېسه ولوله، بیا راشه چې واده کوې کنه؟

هغه لاړ او بېرته راستون شو ویل یې غواړي چې راسره واده وکړي.

ما ورته ویل: "غوږ شه یوه بله موضوع هم ده زه مور نه شم جوړېدالی، نو واده نه کوم"

هغه ویل، ماشومان د خدای ډالۍ دي که یې راکړل شکر کوم که نه نو زه به له تا سره مینې کولو ته ډېر وخت ولرم.

ځان سره مې فکر وکړ دی عجیبه فکر کوي هغه ته مې مثبت ځواب ورکړ.

توني خپل مورو پلار ته وویل هغوی مخکې له دې چې زما کېسه واوري ډیر خوشحاله و، خو وروسته چې پوه شول خپل زوی ته یې وویل:" ته نه شې کولی له هغې سره واده وکړې. هغه بدمرغه ده."

د میړه پلار مې زموږ واده کې ګډون ونه کړ، خو موږ واده وکړ ۸۰۰ میلمانه راغلي وو.

د انځور حقوق TERRY GOBANGA
Image caption نن زه د خپل خسر تر ټول ښه ملګرې یم

کله مې چې د دویم واده لپاره لوړه کوله، نو ډېره ډارېدم او بې واکه مې ژړل. له ځان سره مې ویل خدایه زه بیا دلته یم، خو دا ځل اجازه مه ور کوه مېړه مې مړ شي. "

وروسته له یوه کاله مې ښه احساس نه درولود. ډاکټر ته ورغلم ناڅاپه یې راته وویل ته مور کیږې ډیره حیرانه وم، څو میاشتې وروسته ډاکټر راته ویل رحم دې د چاقو ضربه خوړلې باید ډیر ارام وکړې.

خو هر څه په خیر تېر شول، موږ ته خدای یوه لور راکړه "تهیله"څلور کاله وروسته"تودا" زما دویمه لور نړۍ ته راغله .

نن زه د خپل خوسر تر ټولو ښه ملګرې یم

یو کتاب مې ولیکه "په تیارو کې خاپوړې" یې نوم دی چې خلکو ته هیله ورکوي. یو بنسټ مې پرانېسته هغوی چې له جنسي تیري وروسته ژغورل شوي ورسره مرسته کوي.

هغوې چې پر ما جنسي تیری کړی و بخښلي مې دي. دا اسانه کار نه و، خو وپوهېدم چې لیونتوب دی.

هغوی چې هیڅ خبر نه دي زه یې په اړه زړه خورم او دا مې باور شو چې بدیو ته باید په ښه ځواب ووایو.

زه وایم د برخلیک لور ته باید حرکت وشي هغه څه چې موږ ته په تمه دي باید ورورسېږو.

د انځور حقوق TERRY GOBANGA
Image caption زه وایم د برخلیک لور ته باید حرکت وشي هغه څه چې موږ ته په تمه دي باید ورورسېږو.

اړونده مطالب

ورته مطالب