د "اسلامي دولت" ډلې مشر، ابوبکر البغدادي، چېرته دی؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption البغدادي په ۲۰۱۴کال کې د وروستي ځل لپاره د موصل ښار په یو جومات کې دعامو خلکو په وړاندې څرګند شوی و

درې کاله پخوا، د "اسلامي دولت" ډلې د مشر ابوبکر البغدادي یوه ویډیو را ووته چې د عراق د موصل ښار په النوري لوی جومات کې یې د ده د پلویانو د وفادارۍ څرګندولو مراسمو کې ګډون کړی و. هغه وخت دغه جهادي ډلې د موصل ښار تازه نیولی و او یو "خلافت" یې په کې اعلان کړی و.

هغه مهال، د "اسلامي دولت" ډلې د بریتانیا د خاورې په اندازه یوه سیمه کنټرولوله- خو له هغې راهیسې د دوی پرضد یوې نړیوالې جګړې دوی پرشاتګ ته اړ کړل او د ابوبکر البغدادي- چې د نیولو په بدل کې یې د امریکا د متحدو ایالتونو لخوا ۲۵ میليونه ډالره جایزه ټاکل شوې ده- د استوګنې ځای نه دی معلوم.

د عامو خلکو پر وړاندې د البغدادي د لومړي او وروستي ځل څرګندېدو په درېیمه کلیزه، نور هغه سیمې چې د "اسلامي دولت" ډلې یو وخت کنټرولولې د دوی ترلاس لاندې نه دې پاتې او د تېر نومبر راهیسې چې یو ثبت شوی ویډیويي پیغام یې خپورکړی و، تراوسه یې کومه بله خبره نه ده کړې او چوپ پاتې شوی.

د دې چوپتیا په ترڅ کې، په دې وروستیو کې د البغدادي د مړینې په ا ړه ځینې ناتایید شوي رپوټونه خپاره شول.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر وویل "ډېر امکان لري" چې البغدادي د مۍ د میاشتې پر ۲۸مه د سوریې د رقې پرښار د روسیې د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې وژل شوی وي او تېره اوونۍ یو ایراني مامور وویل چې هغه "په قطعي ډول" مړ دی. خو، امریکايي مامورینو دا دواړه ادعاګانې ترپوښتنې لاندې راوستي.

د روسانو د رپوټ له خپرېدو یوه اوونۍ وروسته، د رقې له ښاره یوه ویډیو خپره شوه چې په کې د "اسلامي دولت" ډلې غړو د البغدادي نوم نه و یاد کړی خو د هغه په اړه یې "زموږ شيخ" اصطلاح کارولې وه، او د هغه د برخلیک په اړه یې څه نه و ویلي. کله چې د طالبانو مشر ملا عمر مړشوی و، طالبانو او القاعدې دوه کاله د هغه مرګ پټ ساتلی و.

په داسې یو حساس وخت کې، هم د البغدادي پلویانو او هم دښمنانو لپاره دهغه نشتوالی د حیرانتیا وړ دی.

"درېیمه پلازمېنه"

د البغدادي د اوسېدو د ځای په اړه پوښتنه ښايي د "خلیفه" په توګه د مشروعیت لپاره د هغه ادعا سره تړاو ولري.

د یو ناندره ییزه مذهبي قانون له مخې، د خلافت کاندید (د نورو معیارونو ترڅنګ) هغه وخت د خلافت ادعا کولای شي چې د "واکمنۍ لپاره یوه سیمه" (ارض تمکین) ولري.

د عراق د النوري په ستر جومات کې چاودنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ( دوه اوونۍ مخکې له دې نه چې امنیتي ځواکونه دغه سیمه ونیسي، د "اسلامي دولت" ډلې په موصل کې د النوري جومات ړنګ کړ).

اوس، د خلافت سیمه یا ارض تمکین په کمېدو دی. "اسلامي دولت" ډله په عراق او سوریه کې په خپلو دوو پلازمېنو کې ځپل شوې، نور په موصل کې واکمنه نه ده او په رقه کې هم تر ډېر فشار لاندې ده.

کېدای شي البغدادي د "اسلامي دولت" ډلې په یوې "درېیمې پلازمېنې " کې پټ وي، دا به د عراق او سوریې د پولو پر دواړو غاړو کې کومه سیمه وي چې اوس د دې ډلې تر واک لاندې دي.

"اسلامي دولت" ډله، دا سیمه د الفورات ولایت، یا "فرات ولایت" په نامه یادوي، چې د عراق د القایم او د سوریې د البوکمال ښارونو څخه جوړه شوې ده.

په ۲۰۱۴ کې، "اسلامي دولت" ډله د الفورات ولایت او شاخوا سیمو کې راپورته شوه. د دغې ډلې په خپلو ویډیوګانو کې چې د عراق د انبار په ښارکې جوړې شوي، ویل شوي چې دوی دا سیمه پر عراق او سوریې د پیاوړو بریدونو لپاره کاروي.

په دغه سیمه کې ځینې نسبتا کمزورې ملیشیايي ډلې او قبیلې هم شته، چې که دا سیمه بیا ونیول شي هغوی به یې خوندي وساتلی شي.

د انځور حقوق Russia Defence Ministry
Image caption روسیه وايي کېدای شي البغدادي پر دغه ودانۍ باندې یو هوايي برید کې وژل شوی وي (د ښی اړخ تصویر)

ان په ځینو هغو سیمو کې چې ظاهرا ازادې شوې هم دي، لکه په سهیل کې د رتبه ښار، د "اسلامي دولت" ډلې تر اوسه وکولای شول چې هلته ځینې مرګوني ناڅاپي بریدونه وکړي او بیا وتښتي.

په دښتو کې پټنځایونه

د دې لیرې پرتو ښارونو د ازادولو لپاره کوم عملیات نه دي پیل شوي. تر اوسه په واشنګټن کې دا بحثونه کېږي چې د پولې د سوريې په اړخ کې د بریدونو مشرتوب به د امریکا متحده ایالتونه یا د سوريې حکومت او د هغې متحدین کوي.

که د امریکا متحده ایالتونه دغه عملیات ترسره کړي، نو پوښتنه به دا وي چې ایا یاغي جنګیالي یا د کردانو ترمشرۍ لاندې د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه به د جګړې مشرتوب کوي که څنګه؟

داسې ښکاري چې په عراق کې، داسې ځایونه لکه تل عفر، چې د موصل په لوېدیځ کې دی، اوس د حکومت پلوو ځواکونو له نظره لومړی توب لري.

هیشام الهاشمي، د عراق د حکومت یو سلاکار او د عراقي جهادي ډلو د چارو یو کارپوه، وايي ګومان کوي چې البغدادي به د الفورات په ولایت کې پټ وي.

په تېرو دوو کلونو کې د عراق حکومت د البوکمال پر سیمه څو ځله هوايي بریدونه کړي. ښاغلی هاشمي وايي چې د البغدادي یو نژدې ملګری، ایاد الجمیل، د سوريې په دغه ښارکې لیدل شوی و.

ښاغلی هاشمي وايي د سوریې د دیر الزور په ولایت کې چې د "اسلامي دولت" ډلې ترواک لاندې دی، د البوکمال او میادین په ښارونو کې، هم د البغدادي یو شمېر نور نژدې ملګري لیدل شوي دي.

Interactive See how the area IS controls has changed since 2016

June 2017

Areas under IS control, Iraq and Syria June 2017

January 2016

Areas under IS control, Iraq and Syria Jan 2016

د الفورات ولایت یواځینۍ پاتې سیمه ده چې "اسلامي دولت" ډله په کې د خلافت ادعا کولای شي.

د دې سیمې د پاکولو لپاره دعملیاتو پیل ښايي څو میاشتې وخت ونیسي او پای ته رسول یې کېدای شي نور ډېر وخت وغواړي.

ان د دې سیمو له ازادولو وروسته هم، "اسلامي دولت" ډله کولای شي په دښتو، د سیندونو په درو او سرحدي سیموکې پټنځایونه جوړ کړي او پرښاري مرکزونو باندې بریدونه وکړي.

د "اسلامي دولت" ډلې ترټولو مهم کس په لټه

د نورو جهادي مشرانو پرخلاف، البغدادي، معمولا یواځې هغه مهال وینا کوي یا ځان څرګندوي چې خورا ډېره اړتیا یې وي- لکه هغه مهال چې خلافت یې اعلانوه او له خپلو پلویانو یې غوښتل چې موصل کې دې جګړه او مقاومت وکړي.

ډېر لږ کسان به د البغدادي د اوسېدو له ځایه خبروي. له دې امله به د امریکا متحدو ایالتونو لپاره سخته وي چې د "اسلامي دولت" ډلې دا ترټولو مهم کس ومومي، سره د دې چې د امریکا ځانګړي ځواکونه په پرلپسې توګه ورپسې ګرځي.

د سوريې او عراق سرحدي سیمې د البغدادي لپاره نسبتا خوندي او اشنا سیمې دي، چې په کې کولای شي د نیول کېدو یا وژل کېدو د هڅو په وړاندې ځان پټ وساتي.

په دې سیمو کې هغه هم کولای شي چې د مومنانو د قوماندان یا "خلیفه" په توګه د خپل مشروعیت ادعا وکړي.

د دې مقالې لیکونکی،حسن حسن، په واشنګټن کې د منځني ختیځ د تګلارو په اړه د تحریر د انسټیټوټ یو مشر همکار، او د اسلامي دولت ډله: د ترهګرۍ د پوځ دننه، په نامه د یو کتاب ګډ مولف هم دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب