"امریکا پر پاکستان د جزايي لارو په لټه ده"

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption که پاکستان د امریکا شرطونه ونه مني، نو د امریکا د ټلوال له دریځه د دغه هېواد ایستل هم یو غوراوی دی.

وال سټريت ژورنال:

امریکایۍ ورځپانې والسټریټ ژورنال لیکلي، کابل او اسلام آباد د ډيورند کرښې په اوږدو کې د ترهگرۍ ضد گډې مبارزې پر مېکانيزم کار کوي. ورځپاڼه وايي دا گام په افغانستان کې ټيکاو لپاره اړين بلل کېږي.

د ورځپاڼې په وينا د همغږۍ دا نوې هڅې په داسې حال کې مخې ته راځي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د ځينو جزايي لارو چارو په گډون داسې غوراويو پسې ده چې په مټ يې پاکستان سيمه کې له امريکا سره نورې مرستې ته اړ کړي.

ورځپاڼه وايي په دغو غوراويو کې پاکستان ته د کېدونکو مرستو محدوديت او د امريکا د ټلوال له دريځه د دغه هېواد اېستل هم راځي.

د نوي مېکانيزم پر بنسټ چې ورباندې اوسمهال غور روان دى، د دواړو هېوادونو ځواکونه به په خپلو سيمو کې کېدونکي پوځي عمليات له بلې غاړې سره همغاړي کوي چې له پوځي اقدام تښتېدونکي اورپکي بلې غاړې ته وا نه شي اوښتی.

د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال غفور ورځپاڼې ته ويلي د پولې همغږۍ په نامه مرکزونه به جوړېږي چې د بلې غاړې افسران به هم په کې مېشت وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکا په افغانستان کې خپل شتون اوږدول غواړي

ډان:

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپل خپارۀ کړي يوۀ مطلب کې ليکلي، افغانستان کې مېشتو امريکايي ځواکونو لپاره څه د پاسه ٦٠٠ زغروال گاډي د کراچۍ بندر ته رسېدلي او ټاکل شوې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو اډو ته ولېږدول شي. دا په تېرو شپږو مياشتو کې د دغه راز گاډو دويمه جوپه ده چې دغه بندر ته ور رسېږي.

امريکا افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ډېرولو پرېکړه کړې او ښايي شاوخوا ٤٥٠٠ نور تازه دمي سرتېري دغه هېواد ته و استوي.

ورځپاڼه وايي کارپوهان په دې باور دي چې افغانستان ته په ډېر شمېر کې د دغه راز گاډو له ورلېږلو سره داسې برېښي چې امريکا په دغه هېواد کې د خپل شتون اوږدولو پلان لري.

گارډين:

بريتانيايۍ گارډين ورځپاڼه وايي، امريکايي چارواکو ويلي قطر سره د ډيپلوماتيک او اقتصادي اړيکو بيا ټينگولو لپاره د سعودي عربستان مخ شرطونه له واقعيته لرې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټېلرسن د سعودي، مصر، عربي اماراتو، بحرين او قطر ترمنځ د راپورته شوې ډيپلوماتيکې لانجې هوارۍ په موخه کويټ ته رسېدلى.

د ښاغلي تېلرسن سلاکار ار. سي. هموند ورځپاڼې ته ويلي دسعودي د ټولو غوښتنو منل کېدل عملي نه دي، خو په تړاو يې خبرې اترې ارزښتمنې دي.