د عراق لومړي وزیر موصل کې د داعش ماتې اعلان کړه

د انځور حقوق Twitter/@IraqiPMO
Image caption د عراق لومړی وزیر د امنیتي ځواکونو په منځ کې.

د عراق لومړي وزير په رسمي توگه په موصل کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې برى اعلان کړ.

دا د لومړي وزير حيدر عبادي د حکومت لپاره خورا مهمه شېبه وه.

له نهه مياشتنۍ درنې جگړې وروسته، نوموړى بالاخره وتوانېد چې له اسلامي دولت نومې ډلې د موصل بيا نيول رسما" اعلان کړي.

موصل کې چې د عراقي پوځ قوماندانان يې شاوخوا راټول وو حيدر عبادي دا د تورتم ، وحشت او ترهگرۍ په وړاندې يو برى وباله.

* افغان پوځ رد کړه چې موټر یې عراق کې دی

* عراق کې د تاریخي اثارو ژغورنې لپاره هڅې

ښاغلي عبادي وويل د اسلامي دولت نومې ډلې نومول شوى خلافت چې موصل کې یې اعلان کړى و وپرځېد.

" زه له دې ځايه ټولې نړۍ ته پر دروغو د ولاړ هغه ترهگر دولت د ناکامۍ، پرځېدو او ختمېدو اعلان کوم، چې داعش يې جوړېدل درې کاله وړاندې له موصله اعلان کړل. موږ د عراقيانو د قربانيو، هلو ځلو او وينې په مټ وتوانېدو چې د دغه قاتل او ناوړه دولت پر وړاندې بريالي شو او د تاريخ کندې ته يې ور وغورځوو."

د داعش د پاتې شونو مقاومت

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا په مشرۍ ټلواله وايي، چې موصل کې داعش سخته ماتې خوړلې.

ښاغلي عبادي د موصل د ازادېدو رسمي اعلان په داسې مهال کې کړى چې له دغه ښار اوس هم د خورو ورو نښتو رپوټونه را رسېږي او دا حالت ښايي تر راتلونکو څو ورځو پورې دوام ومومي.

د داعش پاتې شوني لا هم په ځينې برخو کې مقاومت کوي.

خو دا جوته ده چې دغې ډلې په موصل کې درنه ماته خوړلې او نژدې ټوله سيمه يې له ولکې وتلې ده.

* داعش په موصل کې تاریخي جومات "الوځولی"

* داعش د لرغوني نمرود ښار د ویجاړولو وېډیو خپره کړه

د امريکا په مشرۍ ټلوالې قومندانان - چې په جگړه کې يې د عراقي پليو ځواکونو هوايي ملاتړ کاوه- وايي موصل ښار کې کوڅه په کوڅه جگړه له دويمې نړېوالې جگړې وروسته تر ټولو سخته وه.

د موصل ډېرې برخې ويجاړې شوې، زرگونو کسانو خپل ژوند بايللى او څه د پاسه نهه سوه زره وگړي بېځايه شوي دي.

ملگري ملتونه وايي، په موصل کې پوځي عمليات په ختمېدو دي خو بشري کړکېچ پر خپل ځاى دى.

د انځور حقوق AFP
Image caption د موصل ښار ډېره برخه سخته ورانه شوې ده.

اړونده مطالب