"نواز شریف به یا خپله استعفا کوي یا به یې محکمه استعفا ته اړ کړي"

ډان:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېرى دغه کارپوهان په دې باور دي چې دغه رپوټ لومړي وزير نواز شريف ته پر خپلې دندې پاتې کېدل ناشوني کړي.

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په خپله يوه شننه کې دې ته کتنه کړې چې د پلټنې گډې جرگه گۍ له رپوټ خپرېدو وروسته چې د لومړي وزير نواز شريف مالي عوايدو ته يې د شک په سترگه کتلي، نو ښاغلى شريف له واکه لاس په سر شي او که څنگه؟

ورځپاڼې په دغه شننه کې د گڼو کارپوهانو نظرونه راخيستي.

ډېرى دغه کارپوهان په دې باور دي چې دغه رپوټ لومړي وزير نواز شريف ته پر خپلې دندې پاتې کېدل ناشوني کړي.

يا به خپله استعفا کوي او يا به انتظار وباسي چې ستره محکمه يې استعفا کولو ته اړ کړي.

ځينو دا غوره گڼلې چې ښاغلى شريف همدا اوس استعفا وکړي او د خپل گوند يو بل کس لومړى وزير غوره کړي، چې په دې توگه يې د گوند واکمني خوندي شي.

خو ځينې بيا په دې باور دي چې نوموړى به ترپايه مقاومت وکړي او ځان به د دوى په وينا سياسي شهيد کړي چې راتلونکو ټاکنو کې بيا واک ته د رسېدو چانس ولري.

خو داسې يو نظر هم شته چې ښايي ستره محکمه دا قضيه رد کړي او ووايي چې د پلټنو گډې جرگه گۍ کافي شواهد نه دي راغونډ کړي.

واشنگټن پوست:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ابوبکر بغدادي نږدې درې کاله مخکې موصل کې له نوري جومات خلافت اعلان کړ، خو عراقي چارواکي وايي، دې ډلې دغه جومات تېره میاشت ونړاوه.

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر بغدادي د وژنې ادعا په تړاو مطلب کښلى.

ورځپاڼه وايي؛ د سوريې د جگړې يوه څارونکې ډله وايي، د البغدادي د وژل کېدو په تړاو کره مالومات لري.

د سوريې بشري حقونو څارډلې په وينا دا مالومات يې د سوريې په ختيځ کې له اورپکو ترلاسه کړي.

ورځپاڼه زياتوي، امريکا د دغې خبرې پخلى نه دى کړى.

د امريکا د مرکزي قومندانۍ ويناپاڼه کې راغلي چې دوى د دغې ادعا پخلى نشي کولاى، خو هيلمن دي چې رښتيا وي.

د ابوبکر بغدادي د وژل کېدو گنگوسې وړاندې هم خپرې شوې، خو چا يې پخلى نه دى کړى.

روسيې تېره مياشت ويلي و هغو ادعاو ته کتنه کوي چې وايي بغدادې تېره مياشت له رقعې د باندې په هوايي بريد کې وژل شوى، خو د د روسيې پوځ وويل په دې تړاو يې د باور وړ شواهد نه دي موندلي.

ورځپاڼه وايي، که دا خبر رښتيا وي نو دا پر داعش يو بل لوى گوزار دى.

گارډين:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ په ټوېټر کې ډېر فعال ولسمشر بلل کېږي.

برتانوۍ گارډين ورځپاڼه وايي د ټوېټر يو شمېر کارونکو د ولسمشر ټرمپ او دوو رسنيزو همکارانو پر وړاندې يې محکمې ته شکايت کړى.

دوى وايي، د ولسمشر ټرمپ دوی پر ليکنو د انتقادي تبصرو له امله له خپل ټوېټر پاڼې بلاک کړي او يا په بله وينا د هغه ټوېټر پاڼې ته له ورتلو يې منع کړي.

دوى استدلال کوي چې د ولسمشر ټرمپ د ټوېټر شخصي حساب د وينا يو رسمي دريځ دى ځکه وياند يې "شان سپايسر" ويلي چې پر ټوېټر د ولسمشر له لوري خپاره شوي پيغامونه رسمي ويناوې دي.

د ورځپاڼې په وينا دوى له محکمې غوښتي ولسمشر ټرمپ اړ کړي دوى ته اجازه ورکړي چې ټوېټر پاڼې ته يې ورشي او پر ليکنو يې تبصرې وکړي.