"افغان دولت دې طالبانو سره مراعات وکړي، چې خبرو ته راشي"

ذکریا د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ذکریا په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا نن پنجشنبه په اونیزې خبري ناسته کې پر دې ټينګار وکړ، چې پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره هر اقدام ستايي.

ښاغلی ذکریا زیاتوي، د دې لپاره چې طالبان خبرو ته چمتو کړي "هغوی ته دې سیاسي مراعات وشي".

پاکستان چې تر ډېره يې کابل او نړۍ د طالبانو په پټ او ښکاره ملاتړ تورنوي، موده وروسته يې دا خبره داسې وخت کړې، چې د کابل او اسلام اباد اړيکي سړې شوې دي.

ښاغلي ذکریا په دې خبري ناسته کې یو ځل بیا د افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون هرکلی وکړ او زیاته يې کړه: "پاکستان په افغانستان کې د سولې او ټيکاو لپاره د هر هغه اقدام ملاتړ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ کېږي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان په دې وروستیو کې له روسیې سره سیاسي اړیکې ټینګې کړې دي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې که څه هم افغانستان او پاکستان کې تر ترهګریزو بریدونو وروسته لګېدلو "تورونو" ترینګلې کړې دي، خو په دې وروستیو کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستان له خوا د دروازو تړلو دغه ترینګلتیا لا نوره زیاته کړې.

په ورته وخت کې د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې پر ډيورنډ کرښه يې د اغزن تار یا کټارو لګولو چارې هم پېل کړې دي، هغه څه چې کابل په کلکه رد کړي او دا چارې يې د کرښې دواړو غاړو د پرتو پښتنو قبیلو د بېلولو اقدام بللی.

کابل که څه هم اسلام اباد د طالبانو له لومړۍ ورځې راهیسې پر "ملاتړ تورنوي"، خو په دې وروستیو کې اسلام اباد بیا کابل د پاکستاني طالبانو پر ملاتړ تورن کړی، چې کابل يې دغه تورونه بې ځایه بللي.

که څه هم افغان دولت د پاکستان ددغه وروستي وړاندیز په هکله لا هم څه نه دي ویلي، خو په تېر کې يې هم یاد هېواد هلته د هرې ناامنۍ تر شا تورن بللی.