ټرمپ: پوتین زما پر ځای د کلېنټن واکمنېدل غوره بلل

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډونلډ ټرمپ او پوتین جي شل سرمشریزه کې سره ولیدل.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره ډېر ښه جوړ راتلی شي.

ښاغلي ټرمپ د جرمني په هامبورګ کې د جي شل سرمشریزه کې له ولسمشر پوتین سره تر لیدنې څو ورځې وروسته له سي بي اېن تلوېزون سره په مرکه کې دا خبرې کړې دي.

ولسمشر ټرمپ وايي، باوري دی چې ښاغلي پوتین دا غوره بلله چې د ده پر ځای هېلري کېلنټن ولسمشره شي.

* عرب شهزاده، پوتین، ټرمپ او بلک واټر

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

دا په داسې مهال ده چې په ټاکنیزو هڅو کې د ښاغلي ټرمپ سره د روسیې د همکارۍ د ادعاوو څېړل روان دي.

ښاغلي ټرمپ له ویلادیمیر پوتین سره د لیدنې په هکله وویل: "خلک وايي، دوی دواړه باید سره جوړ نه شي، ښه، هغوی چې دا خبرې کوي څوک دي؟ زما په اند موږ ډېر ښه سره جوړېدلی شو؟"

"موږ یو ډېر پیاوړی اټومي ځواک یو، هغوی هم همداسې دي. خو دا مانا نه لري چې موږ له یو بل سره اړیکه ونه لرو".

هغه د بېلګې په ډول د سوریې سوېل لوېدیځ کې وروستي اوربند ته اشاره وکړه، چې له پوتین سره په ګډ کار پلی شو.

پوتین ته له ټرمپ غوره کلېنټن

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي روسیې د ده پر ځای کېلنټن غوره بلله.

ښاغلي ټرمپ په دغه مرکه کې دا هم ونه منله چې د بریالیتوب لپاره یې روسیې په ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده. مسکو هم دا ډوله لاسوهنه نه مني.

د هغه په خبره، دا هرڅه یو مخ اپوټه دي او مسکو غوښتل هېلري کلېنټن ولسمشره شي.

* امریکا ته د روسیې خبرداری

* د ټرمپ واکمنېدل او سیمه کې د امریکايي پوځ زیاتېدل

* امریکا جنوبي کوریا کې د توغندیو دفاعي سیستم جوړول پیل کړي

ټرمپ زیاته کړه: "ولې؟ ځکه چې که هېلري کېلنټن ټاکنې ګټلی، زموږ پوځ ټوټه ټوټه کېده".

"زموږ انرژي به ډېره ګرانه شي، دا هغه څه دي چې پوتین یې زما په هکله نه خوښوي، ځکه وایم چې هغه ولې ما وغواړي؟"

"سپېڅلې لیدنه"

د انځور حقوق AFP
Image caption روسۍ وکیله او د ډونلډ ټرمپ زوی

ډونلډ ټرمپ د روسیې له یوې وکیلې سره د خپل زوی لیدنه" ډاګیزه، روڼه او سپېڅلې وبلله".

د سې شنبې په ورځ ډونلډ ټرمپ جونیر د خپلو څو برېښلیکونو متن خپور کړ چې ښيي، نوموړي د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو په منډو ترړو کې د ناتالي وسله نتیڅکایا په نوم روسۍ وکیلې سره د لیدلو غوښتنه په مینه منلې وه.

دا مېرمن د روسیې حکومتي وکیله پېژندل شوې او ویل شوي و، چې د ښاغلي ټرمپ د سیالې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې هېلري کېلنټن په هکله زیانمنونکي معلومات لري؛ داسې معلومات چې ادعا کېږي د نوموړي "له پلار سره د روسیې د حکومت د مرستې یوه برخه و".

څو ګړۍ وورسته زوی ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز سره خبرو کې وویل: "تېر ته په کتو، ممکن په دې تړاو مې بل ډول عمل کولی"

د ډونلډ ټرمپ د حکومت نیوکګر(منتقدان) دا ګام د روسیې له حکومت سره "د جوړجاړي هوډ" بولي او وايي، ممکن د ټرمپ زوی فدرالي قوانین له پښو لاندې کړي وي.

خو ولسمشر ټرمپ په خپل ټوېټر کې د خپل زوی دا ګام ستایلی دی او د ټاکنو پر مهال له روسیې سره د اړیکو په هکله یې د مختلفو ادارو پلټنې او د رسنیو د پوښښ څرنګوالی بیا وغانده.

د چهارشنبې په ورځ د کرېملین ویاند دیمیتري پیسکوف له دې وکیلې سره د حکومت هر ډول اړیکه هم رد کړه.

دې وکیلې هم ویلي چې د مېرمن کلېنټن په هکله یې هیڅ معلومات نه درلودل.

ورته مطالب