کوټه کې وسلوالو څلور پولیس ووژل

د انځور حقوق KHAIR MUHAMMAD

د بلوچستان ایالتي پلازمېنه کوټه کې وسلوالو د ځايي پولیس افسر په شمول څلور پولیس وژلي دي.

د چارواکو په خبره بریدګر په تېښته کې بریالي شوي دي.

تردې وړاندې د تېري دوشنبې په ورځ د دغه ایالت د کلاعبدالله سیمې پولیسو مشر ساجد مومند او دوه پولیس په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوي وو.

له دې سره په کوټه کې له تېرو څو مياشتو راهیسې د هدفي وژنو تازه لړۍ پېل شوې، چې پکې پولیس، سیاستوال او ولسي وګړي په نښه کېږي.

د بلوچستان ایالت د پولیسو ویاند بي بي سي ته ویلي، د کوټې د قايد اباد پولیسو پر سیمه ييز مشر سید مبارک شاه د پنجشنبې په سهار هغه مهال برید وشو، چې نوموړی له خپلو دریو ساتونکو او موټر چلوونکي سره له کوره دفتر پر لار و.

ویاند زیاتوي، په برید کې د ښاغلي شاه په شمول درې ساتونکي پولیس وژل شوي او موټر چلوونکی يې ژوبل شوی دی.

د چارواکو په خبره بریدګر چې په موټرسايکلو سپاره وو، تر برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption روان کال کوټه کې پر پولیسو اته بریدونه شوي.

د دغه برید مسوولیت تردې دمه کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی، خو په دغه ایالت کې بلوڅ بېلتونپال او د پاکستاني طالبانو په شمول مذهبي توندلارې وسلوالې ډلې فعالیت لري.

د بلوچستان د پولیسو په خبره په روان عیسوي کال کې تراوسه د کوټې په شمول د دغه ایالت په بېلا بېلو سیمو کې پر پولیسو اته بریدونه شوي، چې دیارلس سرتېري يې پکې وژل شوي دي.

همداسې تېر کال په بلوچستان ایالت کې پر پولیسو او امنيتي اورګانونو په بریدونو کې تر يو نیم سل زیات وژل شوي و.