ډیلي مېل: امریکا دې د سیمې ټیکاو ګواښونکو سخت دریځو له ملاتړو سره حساب وکړي

د انځور حقوق AFP

بریتانوۍ ډیلې میل ورځپاڼې د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل یوه مقاله خپره کړې چې ده او یوه بل لیکوال په ګډه لیکلې. په مقاله کې ټینګار شوی چې سپينه ماڼۍ باید د افغانستان د قضیې په تړاو هغو ځواکونو سره حساب کتاب وکړي چې د سیمې د ثبات ګواښونکو سخت دریځو ملاتړ کوي.

مقاله کې ویل شوي واشنګټن باید له هند او چین سره همغږي پراخه کړي چې ګډو ګټو په اړه اندیښنو ته ځواب وویل شي.

دغه راز ټینګار شوی چې واشنګټن باید له سعودي عربستان سره چې له پاکستان سره ښې اړیکې لري هم اړیکې پراخې کړي، او له دې لارې پاکستان د وسله والو پټنځایونه ختم کړي او د کابل، اسلام آباد او د هغوی د نیابتي ډلې حقانې ترمنځ دیپلوماتیک حل رامنځته شي.

د مطلب لیکوال زیاتوي دا دیپلوماتیک حل به د افغانستان شخړه هواره کړي او په دې سره به په سویلي آسیا کې ټیکاو رامنځته شي.

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق AFP

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د هغو راپورونو په اړه چې ویل کیږي امریکايي چارواکي د افغانستان د قرار دادي سرتیرو په اړه غور کوي، یو تحلیلي مطلب خپور کړی. د مطلب سرلیک دی "ولې قراردادي سرتیري په افغانستان کې سمه دنده مخته نشي وړلی"، د مقالې لیکوال ددې پوښتنې په ځواب کې وايي، دغه ډول یو ګام په افغانستان کې د وسله وال مخالفت په له منځه وړلو کې له امریکا سره مرسته نشي کولی او د امریکا د هدفونو برعکس عمل دی.

دی زیاتوي دغه ډول یو ګام ددې پرځای چې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړي ترڅو د نړیوال ټولنې یو فعال غړی شي، یواځې د امکاناتو د سپمولو لپاره ده.

د مقالې لیکوال وایي؛ د وسله وال مخالفت په ماتولو کې د سیاسي وسایلو او ځواک ترمنځ د همغږۍ په پایله کې بریا تر لاسه کیدای شي.

نېشنل انټرسټ:

د انځور حقوق AFP

نېشنل انټرسټ خپرونه په همدې تړاو یوه مطلب کې لیکي، نژدې ټول په دې موافق دي چې د افغانستان مساله یوازې د زور له لارې نشي هواریدای، بلکې سیاسي حل ته هم اړتیا ده.

خپرونه زیاتوي نورو ځواکونو ته اړتیا شته ددې لپاره نه چې طالبان به اړ کړي په واک کې شریک شي، بلکې د دې لپاره چې د مجدد ادغام لپاره وخت ترلاسه شي. د منځنۍ کچې طالب مشران له طالبانو لارې بیلولو ته وهڅول شي او په دې سره سیاسي توافق ته لاره هواره شي.

هندو:

د انځور حقوق AFP

د هندۍ ورځپاڼې هندو په یوه مطلب کې ویل شوي چې هند باید افغانستان ته د ځواکونو د استولو خبره هیره کړي او پر ځای یې په دیپلوماتیکو هڅو کې ور ګډ شي.

په افغانستان کې د هند پخواني سفیر جیات پراساد ورځپاڼې ته ویلي؛ هند باید په افغانستان کې خپلو روان رول ته دوام ورکړي، ځکه دی وایي، دغه ډول یو رول تر ټولو ډیر اغیزناک دی.

دده په خبره، هند باید نړیوالې ټولنې ته قناعت ورکړي چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه روان وساتي. هغه ویلي، د افغانستان مساله د ورځو خبره نه ده،بلکې دوامداره کار غواړي.

شرق اوسط:

د انځور حقوق AFP

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې شرق اوسط د باخبرو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې په سعودي عربستان کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره د څلورو عربي هېوادونو سعودي، مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کتنه کې ټینګار کړی چې قطر باید ددوی غوښتنې ومني، ځکه دوی له ترهګرۍ د قطر د ملاتړ په اړه کره شواهد لري.

ورځپاڼه زیاتوي چې ټیلرسن د سعودي له پاچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان سره هم کتلي او په ځانګړې توګه د ترهګرۍ د ملاتړ اړونده موضوعاتو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي راتلونکې شنبه او یکشنبه د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر هم د خیلج د کړکیچ د هواري لپاره خلیجي هېوادونو ته سفرونه کوي چې د ورځپاڼې په وینا د شخړې د ژر هواري لپاره به غږ پورته کړي.