ډاکټرانو استرالیا کې د یوه هلک د پښې ګوته د هغه لاس ته پیوند کړه

ډاکټرانو د مېچل د پښې ګوته د هغه لاس ته پیوند کړه د انځور حقوق South Eastern Sydney Local Health District
Image caption ډاکټرانو د مېچل د پښې ګوته د هغه لاس ته پیوند کړه

استرالیا کې ډاکټرانو د غواګانو فارم یوه کارګر ته چې د لاس غټه ګوته یې غوا پرې کړې وه، د هغه د پښې ګوته پیوند کړې ده.

شل کلن زاک مېچل په تېر اپرېل میاشت کې هغه مهال ټپي شو چې د استرالیا لویدیځ د یوې لرې پرتې سیمې په فارم کې یې کار کاوه. ښاغلي مېچل ویلي چې غوا یې لاس په لغته وهلی.

وړاندې تردې چې د پښې غټه ګوته یې پیوند شي د هغه د لاس ګوتې بېرته نښلولو لپاره وړاندې دوه ځله ناکام عمليات شوي و.

+ زوی ناروغې مور ته زارۍ کوي چې پښتورګی یې ترې واخلي

+ امریکا کې ډاکټرانو یوه سړي ته تناسلي آله پیوند کړې

ښاغلي میچل ویلي، د فارم نورو کارګرو تر پېښې سملاسي وروسته هڅه وکړه چې دده د لاس ګوته خوندي وساتي او "هغه یې په یوه کولر کې په یخ کې کېښوده."

ښاغلی مېچل وروسته روغتون ته یوړل شو، خو د هغه د لاس ګوتې خوندي کولو هڅه ناکامه شوه.

سخت انتخاب

د غوایانو فارم کارکوونکی سره له دې چې د پښې ګوتې پیوندولو په اړه لومړی زړه نازړه و، خو وروسته یې ومنله او دا عملیات چې اته ساعته وخت یې ونیوه د سیدني ښار کې په یوه روغتون کې ترسره شول.

د انځور حقوق South Eastern Sydney Local Health District
Image caption اېکسري د ښاغلي مېچل د لاس غټې ګوتې ټپ ښيي

د پلاستیکي جراحی وتلی ډاکټر سین نېکلن وایي، د حیرانتیا خبره نه ده چې ښاغلي مېچل په ځنډ سره دغو عملیاتو ته زړه ښه کړ. د هغه په وینا دا یو څه جالب نظر دی او ناروغان نه غواړي چې د بدن بله برخه یې ژوبله شي.

"حتی که څوک څلور روغې ګوتې هم ولري، خو مقابله ګوته یې نه وي، نو لاس به یې د فعالیت ډېره برخه ونشي کولی."

ښاغلی مېچل د بشپړې روغتیا لپاره یوه کال وخت ته اړتیا لري، خو دی غواړي بېرته خپلې دندې ته وګرځي.

+ پخوانی افغان سرتېری د هندي لاسونو څښتن شو

+ مسلمانان ولې د بدن غړي نه سپاري؟

د سیدني سترګو روغتون ویلي، د غټې ګوتې دا ډول پیوند یو کمساری عملیات و.

ډاکټر نېکلین وایي، ډېری خلک فکر کوي چې دا به د تګ پرمهال د هغوی حرکت اغېزمن کړي، خو عموما داسې خبره نشته.

د مېچل له عملیاتو دوه اونۍ تېرېږي، د هغه مور وایي زوی یې اوس عادي تګ راتګ کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب