ټرمپ: د سپينۍ ماڼۍ وضعیت په زړه پورې دی

ترامپ و همسرش د انځور حقوق AFP
Image caption ډونلډ ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیا ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین او روسیې ترمنځ د اړیکو په تړاو فشارونو سره سره، ښاغلي ټرمپ د سپینۍ ماڼۍ وضعیت "فوق العاده" بللی دی.

ښاغلي ټرمپ رویټرز ته ویلي چې د دولت کارونه یې ډېر ښه مخته ځي.

ولسمشر همداراز د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال له یوه روسۍ وکیلې سره د خپل زوی د افشا شوې کتنې دفاع کړې.

امریکایي رسنیو ویلي چې ګواکې دې کتنې سپينې ماڼۍ کې ګډوډي رامنځته کړې. واشنګټن پوسټ په خپل راپور کې د ټرمپ د پلوي په حواله لیکلي چې وضعیت "ډېر تېز ګردباد ته ورته دی."

+ ټرمپ: پوتین زما پر ځای د کلېنټن واکمنېدل غوره بلل

+ امریکا ته د روسیې خبرداری

کوچني ډونلډ ټرمپ (زوی) د جولای په ۱۱مه د څو ایمیلونو متونه خپاره کړل چې ښيي د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال هغه له یوې روسۍ وکیلې نتالیا وېسلنتسکایا سره په ډېرې "لېوالتیا" کتلي دي.

د ډونلډ ټرمپ زوی فکر کاوه چې دغه روسۍ وکیله داسې معلومات لري چې کولی شي د هغه د پلار د ټاکنو سیاله هیلري کلنټن زیانمنولی شي.

کوچني ټرمپ فاکس نیوز ته ویلي، دا کتنه یوازې د "۲۰ دقیقو وخت ضایع کول و"، خو دا یې منلې چې په دې تړاو یې باید بل ډول چلن کړی وای.

منتقدینو دا ګام له روسیې سره "د جوړجاړي هوډ" بللی او ویلي یې دي چې، ښایي هغه فدرال قانون مات کړی وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption روسۍ وکیله او د ډونلډ ټرمپ زوی

د امریکا استخباراتي چارواکي باور لري مسکو هڅه کړې د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ په ملاتړ لاسوهنه وکړي.

اوسمهال د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین ډلې او روسیې ترمنځ د احتمالي اړیکو په تړاو څېړنې روانې دي.

مسکو دا ادعاوې وړاندې په وار وار رد کړي دي.

ښاغلي ټرمپ له رویټرز اژانس سره خبرو کې دا ادعاوې د "ډیموکراتانو لخوا جوړ شوي درواغ بللي."

ټرمپ ویلي، دی څو ورځې وړاندې هم په دې نه وو خبر چې زوی یې له دغې روسۍ وکیلې سره کتلي دي.

ښاغلي ټرمپ له نتالیا ویسلنتسکایا سره د کتنې له پرېکړې دفاع کړې او زیاته کړې یې ده چې "ډېرو خلکو او سیاسي څېرو ویلي چې هرڅوک وای همدا کار یې کاوه."

ولسمشر له یوې بلې خبري شبکې سره خبرو کې ویلي، هغه "ډېر ښه" د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره جوړېږي.

هغه دا خبرې د جي-۲۰ ناستې په اوږدو کې له ښاغلي پوتین سره تر لومړنۍ کتنې څو ورځې وروسته کړي دي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې ډاډمن دی ښاغلي پوتین ترجېح ورکوله هیلیري کلنټن د هغه پرځای ولسمشره شي.

ورته مطالب