د پیسو ماشین کې ایسار کس څنګه وژغورل شو؟

handwritten note د انځور حقوق KZTV
Image caption ایسار پاتې شوي سړي دغه نوټ له سوري غورځولی و.

د امریکا د متحده ایالتونو ټکساس ایالت کې یو کس چې د پیسو په ماشین کې ایسار پاتې شوی و وروسته له هغه وژغورل شو چې د رسید له سوري یې د " مرسته وکړئ" نوټ بهر ته غورځولی و.

پولیس وايي دغه کس د بانک هغه برخه کې کار کاوه چې بیا رغېده او وړاندې تر دې چې د پیسو ماشین ته ننوځي، موبایل یې موټر کې هېر کړی و.

دغه ناپېژاند کس د پیسو ماشین پر کاروونکو غږ کاوه چې مرسته ورسره وکړي او ویې باسي، خو هغوی به خپلې پیسې اېستلې او تلل به.

د انځور حقوق KZTV
Image caption د پولیسو افسر رېچارد اولدن کیسه وکړه چې څنګه یې د دغه کس غږ اورېده خو باور یې نه راته چې رښتیا دې وي.

پولیسو وړاندې تر دې چې دی راوباسي فکر کاوه دا هسې په ټوکو ځورول یا ملنډې دي.

د پولیسو یوه افسر رېچارد اولدن وویل: "موږ به ورو شانې غږ اورېده چې له ماشینه به راووت، نو موږ ټولو فکر کاوه چې دا ټوکه ده".

په پای کې دې کس کله چې پر یوه کاغذ په قلم لیکلی نوټ د ماشین یوه کاروونکي ته ور واېست چې پرې لیکلي ول:" لطفاً له ما سره مرسته وکړئ. زه دلته بند پاتې یم او ټیلېفون مې هم راسره نشته. لطفاً زما امر ته په دې شمېره ... زنګ ووهئ" وروسته له دوه ساعته له ماشینه وژغورل شو.

اړونده مطالب