ټرمپ: د ایران په څېر یاغي حکومتونو له ګواښ سره مخ یو

د انځور حقوق EPA
Image caption ډونلډ ټرمپ له ولسمشر کېدلو راهیسې لومړی ځل فرانسې ته ځي.

د امریکا ولسمشر وايي، "د ایران، سوریې او شمالي کوریا په څېر یاغي حکومتونه" د نړۍ امنیت ته خطرناک دي.

ډونلډ ټرمپ پلازمېنه پاریس کې له فرانسوي سیال امانویل مکرون سره خبر غونډه کې وویل: " نن د ایران، سوریې او شمالي کوریا په څېر یاغي حکومتونو له نوي ګواښ سر هم مخ یو، دا ډول د ترهګرو ډلو له ستر ګواښ سره هم مخ یو".

نوموړي له امانویل مکرون سره د "انسانیت دوښمنانو" پرضد د همکارۍ پیاوړي کولو پر لارو او د دوی د نظریې، سیمې او مالي سرچینو پر له منځه وړلو خبرې وکړې.

ولسمشر مکرون هم هیله من دی چې د واشنګټن او پاریس ترمنځ امنیتي همکاري به زیاته شي.

د ښاغلي ترمپ او ولسمشر مکرون دا خبر غونډه د ایران او شپږو قدرتونو ترمنځ د اټومي هوکړې د دویمې کلیزې په درشل کې ده، خو دواړو مشرانو په خپلو خبرو کې دغه تړون ته کومه اشاره ونه کړه.

* ډونلډ ټرمپ: ایران اټومي تړون سم نه پلی کوی

* امریکايي سناتوران پر ایران بندیزونه سختول غواړي

په وروستیو کې فرانسوي شرکت(توتال) د ایران له اټومي تړون وروسته له دغه هېواد سره یو خورا ستر تړون لاسلیک کړی.

د دې تړون له مخې دا شرکت د ایران په تېل او ګاز صنعت کې څو میلیارد ډالره پانګونه کوي.

خو پر ایران د نورو بندیزونو د لګېدلو یا اټومي تړون د خرابېدلو له وېرې له بهرنیو پانګوالو سره د ایران اقتصادي اړیکه سخته شوې ده.

خو رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې لیکي، چې په ډېر باور ډونلډ ټرمپ به اټومي تړون ته د ایران ژمن پاتېدل تایید کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید هرو ۹۰ ورځو کې یو ځل د ایران د اټومي تړون په هکله کانګرېس ته رپوټ ور کړي.

د اقلیمي تړون په هکله دریځ بدلېدل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ له فرانسوي سیال سره لیدنه کې د اقلیمي بدلون په هکله د دریځ بدلېدلو خبره وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ واک ته له رسیدو وروسته فرانسې ته په خپل لومړي رسمي سفر کې د پاریس هوکړې په اړه خپل نظر بدل کړ.

ده چې له خپل فرانسوې سیال ایمانویل مکرون سره په یوه ګډه خبرې غونډه کې وینا کوله وویل د اقلیم د بدلون په اړه د پاریس هوکړې ته د رناوي لپاره به یو څه وکړي:

"هو زما مطلب همدا دی چې د پاریس هوکړې ته د درناوي په برخه کې یو څه وشي. وبه ګورو چې څه پيښیږي. خو په دې اړه به خبرې وکړو. که همداسې وشي نو دا به ډیره ښه وي".

* چین د پاریس اقلیمي تړون تصویب کړ

* هېوادونه او شرکتونه له پاریس تړون د وتلو لپاره د امریکا پرېکړه غندي

په ورته مهال یې زیاته کړه، چې که په دې برخه کې کوم ګام پورته نه شي نو بیا هم پروا نه کوي، "خو وبه ګورو چې څه پیښیږي".

خو د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون وویل په دې اړه به له ولسمشر ټرمپ سره خبرو ته دوام ورکړي.

"پوهیږم چې د څه په اړه د نظر اختلاف لرو. په دې اړه مو په څو مناسبتونو کې خبرې کړې دي. خو زه فکر کوم دا مهمه ده چې په دې برخه کې خبرو اترو ته دوام ورکړو. زه په دې برخه کې د ولسمشر ټرمپ د پریکړې درناوی کوم".

نوموړی دا باورمنول غواړي چې ګام په ګام کولی شي هغه څه تر سره کړي چې د پاریس په هوکړه کې راغلي دي.

پاریس اقلیمي تړون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاریس اقلیمي بدلون تړون کې ژمنه وشوه چې په کال کې د نړۍ تودوخه تر ۲ سانتي ګران ډېر ګرمېدلو ته پرې نه ښودل شي.

د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس هوکړه پر۲۰۱۵ کال لاسلیک شوه.

د ملګرو ملتونو له ۱۹۷ غړو ۱۹۵ یې دغه هوکړه لاسلیک کړه. یواځې سوریې او نیکاراګو نه وه لاسلیک کړې.

خو واک ته د ښاغلي ټرمپ په رسیدو سره امریکا له دغې هوکړې په شا شو.

* د پاريس تړون

* توپانونه د اقلیم بدلون راوستي

* د ځمکې تودوخه وروستي برید ته رسېدونکې ده

د ځمکې د تودوخي په لوړیدو سره په پاریس هوکړه کې ټینګار شوی چې د هغو زیان اړوونکي ګازونو مخه دې ونیول شي چې د ځمکې تودوخه لوړوي.

فرانسې ته د امریکا د ولسمشر په روان دوه ورځني سفر کې دغه راز دواړو مشرانو له ترهګرۍ سره او په تیره له اسلامي دولت نومې ډلې سره د ګډې جګړې په اړه هم خبرې کړې.

د فرانسې ولسمشر وویل امریکايي ځواکونه د عراق په جګړه کې ونډه لري او له دې امله له ولسمشر ټرمپ څخه په سیمه کې دده د هڅو مننه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption له اقلیمي بدلون سره موسم بدلېږي چې د طبیعت په زیان دی.