له دوو کلونو د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اقتصاد په هیلو نه ښه کېږي.

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان خپله سرمقاله په دغه هېواد کې ناوړه اقتصادي وضعیت ته ځانګړې کړې او لیکي چې د پاکستان اقتصاد له دوه کلن غوړیدو وروسته اوس مخ په ځوړ روان دی. ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستان د اقتصادي غوړیدا د بیا پیل په اړه خبرې کوي ، خو وايي یواځې هیلې لرل د مخ ځوړ اقتصاد د اداره کولو لپاره مناسبه لار نه ده.

بله پاکستانۍ دې نیشن ورځپاڼه لیکي د پيښور عالي محکمې د احصایې او نفوس له ادارې وضاحت غوښتی چې ولې یې یو تن پاکستانی او د هغه زوی یې افغان بللی دی.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نوي ماموریت په اړه یو مفصل راپور خپور کړی او هغو ننګونو ته پکې کتنه شوې چې د دغو ځواکونو په وړاندې پراته دي.

په راپور کې ویل شوي چې دا ځل له افغانستان د ځواکونو د وتلو لپاره کومه نیټه نه شته او داسې کومه تعریف شوې ستراتیژي هم نه شته چې دغه جګړه پای ته ورسوي، ښايي په دې تمه چې طالبان بالاخره له جګړې لاس واخلي.

په راپور کې وړاندې ویل شوي چې د امریکايي سمندري ځواکونو نوی محدود ماموریت ښيي چې د افغانستان په جګړه کې امریکایان څومره سربداله دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

انډیپنډینټ

بریتانوۍ انډیپنډینټ ورځپاڼه لیکلي چې په لندن کې د اوړمې شپې د تیزابو له څو بریدونو وروسته لومړۍ وزیرې تیریزا مې قانوني بدلونونو ته اشاره کړې

د د اغلې مې ویاند ویلي د تیزابو او یا د تیزابو ته دورته مادې په کارولو سره پر نورو برید جرم دی خو له پولیس چارواکو سره په دې برخه کې مشورې روانې دي چې په دې برخه کې نور څه کېدای شي.

ورځپاڼه زیاتوي به ۲۰۱۶ کال کې د تیزاب په څیر د سوزوونکې مادې په کارولو اوګواښولو سره ۴۵۵ جرمونه شوي دي.

هندوستان ټایمز

هندۍ ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي چې د امریکا د استازو جرګې د ۶۲۱.۵ ملیارده ډالرو $621.5 billion هغه طرحه تصویب کړې چې له مخې به یې د هند او امریکا ترمنځ دفاعي همکاري پراخه شي.

ورځپانې د پنتاګون د مرستیال هغه خبره را اخستې چې وايي دهند او امریکا دفاعي اړیکي پر سم لوري روانې دي. دغه چارواکي ویلي د اوسنیو نړیوالو شرایطو ته په پام سره او له آسیا سره امنیتي همکارۍ ته په کتو د هند رول او ښکیلتیا جوته ده. ده زیاته کړې امریکا او هند د سیمې د وضعیت په اړه ورته نظر لري.

الحیاة

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الحیاة لیکلي چې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبد العزیز د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلفوني اړیکه کې هغه ته د عراق په موصل کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې جګړه کې د بریالیتوب مبارکي ورکړې ده. ورځپانه زیاتوي سلمان ټرمپ ته ډاډ ورکړی چې سعودي عربستان له ترهګرۍ سره په جګړه کې خپل رول ته دوام ورکوي. ښاغلي سلمان دغه راز د عراق لومړي وزیر ته هم په موصل کې د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د جګړې د بریا مبارکې ویلې ده .