افغان روباټ جوړوونکې امریکا ته رسېدلي

. د انځور حقوق Twitter
Image caption د امریکا د ربوټونو په سیالۍ کې له ټولې نړۍ د ۱۵۸ هېوادونو ۱۶۳ ټیمونو ګډون کړی دی

د افغان روبات جوړوونکو نجونو ډله چې مخکې امریکا ته د تګ ویزې نه وې ور کړل شوې، شنبه سهار د امریکا متحده ایالتونو ته رسېدلې دي.

افغان نجونو ته د امریکا له خوا د ویزې په نه ور کولو بېلابېل غبرګونونه وښودل شول. تر دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ دغو افغانو روباټ جوړوونکو د امریکا د ویزې د ور کړې سپارښتنه وکړه.

فاطمه قادري چي د افغان روباټ جوړوونکو له ډلې ده، په هوايي ډګر کې یې بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل، امریکا ته په راتګ یې د ناهیلۍ احساس برعکس شوی دی:

"موږ ډېر چمتووالی نیولی و چې نورو هېوادونو سره سیالي وکړو خو کله یې ویزه را نه کړه نو ومو ژړل."

په امریکا کې به د روباټونو سیالۍ سبا یکشنبه پیل او تر سې شنبې ورځې به دوام وکړي. په دغه سیالۍ کې له ټولې نړۍ د ۱۵۸ هېوادونو ۱۶۳ ټیمونو ګډون کړی دی.

د افغان روباټ جوړوونکو نجونو ډله امریکا ته په ځايي وخت سهار یوه بجه ورسېده چې د افغان او امریکايي ملاتړو له خوا یې تود هر کلی وشو.

* افغان نجونې د ټرمپ په مرسته د واشنګټن روباټي سیالۍ ته ځي

* روباټ جوړونکې نجونې: امریکا چې ویزه را نه کړه ډېرې ناهیلې شوو

* د افغان مشرانو د مېرمنو ګوښی ژوند پای مومي؟

په هوايي ډګر کې افغان سفیر حمدالله محب هم د هرکلي کوونکو په ډله کې و.

نوموړي بي بي سي پښتو ویبپاڼې ته وویل، امریکا ته د دغو نجونو د راتګ ټول امتیاز پخپله د همدغو نجونو دی، دوی د افغانستان ډېر ښه تصویر وړاندې کړ:

"دوی نړۍ ته وښوده چې موږ پر ټولو ستونزو سربېره بیا هم له نړۍ سره د نړۍ په کچه سیالي کوو."

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"دوی نړۍ ته وښوده چې موږ پر ټولو ستونزو سربېره بیا هم له نړۍ سره د نړۍ په کچه سیالي کوو."

د نوموړي په خبره، افغان نجونو ته امریکا د ویزې په ور کړه کې د ډونلډ ټرمپ مداخله د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان ته لا هم پاملرنه کېږي.

په امریکا کې د روباټونو په سیالۍ کې برخه والې نجونې د افغانستان د هرات اوسېدونکې دي چې تر دې وړاندې یې د امریکا د ویزې لپاره دوه ځلي غوښتنه کړې وه خو ویزې نه وې کړل شوې.

تر اوسه پورې یادو نجونو د امریکا د ویزې د نه ور کړې لاملونه روښانه شوې نه دي، خو په امریکا افغان سفیر حمدالله محب وايي، د دوی د ویزو ردېدو ستر لامل هغه افغانان دي چې امریکا ته په لنډمهالو کورسونو راځي او بیا همدلته پاتې کېږي چې اغېزې یې پر نورو هم پرېوځي.

د عادي امریکایانو پر غوښتنو سربېره د سنا جرګې ۵۳ سناتورانو هم لاسلیکونو را ټول کړي وو او د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه یې دغو افغانو نجونو ته د ویزې ور کولو غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق Twitter
Image caption افغان روباټ جوړوونکې به تر سیالۍ وروسته د افغانستان په سفارت کې جوړه شوې غونډه کې برخه واخلي

پتېیل شوې چې افغان نجونې به د درېوو ورځو لپاره په امریکا کې په جوړېدونکې سیالیو کې برخه واخلي چې پر راتلونکې یکشنبه (جولای ۱۶مه) پیلېږي او تر سه شنبې په دوام وکړي.

په سیالۍ کې تر برخه اخیستو وروسته به یادو افغان نجونو ته په امریکا کې د افغانستان په سفارت کې محفل ونیول شي چې بېلابېل مېمانه به پکې برخه واخلي.

ورته مطالب