"امریکا عراق، ایران ته ور سپارلی"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (ښی) او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري (چپ)

نیوریاک ټایمز

نیوریاک ټایمز ورځپاڼې په عراق کې د ایران د نفوذ په اړه یوه تفصیل مطلب کې ویلي چې امریکا عراق ایران ته سپارلي. په دغه مطلب کې په عراق کې دایران نفوذ ډیر پراخ بلل شوي او زیاتوي چې که د دغه نفوذ اقتصادي اړخ ته وکتل شي نو په هر بازار او دوکان ایراني توکي موندل کیږي ، که تلویزیوني چینلونه وکتل شي نو د ایران په پلوي خپرونې کوي.

د نیوریاک ټایمز په دغه راپور کې ویل شوي چې د عراق په بیلابیلو برخو کې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې د دغه هېواد له لارې وسلې او جنګیالي سوریې او لبنان ته رسوي چې د ایران په نیابتي جګړو کې برخه واخلي. نیوریاک ټایمز زیاتوي آن د حکومت په لوړو چوکیو کې چارواکي د ایران په خوښه پر دندو ګومارل کیږي او یا له دندو ګوښه کیږي.

نیوریارک ټایمز زیاتوي چې پر عراق د ایران نفوذ په سیمه کې په سني او د امریکا په دوستو هېوادونو کې فرقه ییزه اندیښنې رامنځته کړي دي. لکه سعودي عربستان چې لا له وړاندې یې په سیمه کې د ایراني نفوذ د لا پراخیدو لپاره ځان چمتو کړی. خو عراق یواځې د ایران د نفوذ د پراختیا یوه برخه ده او دغه هېواد توانیدلی چې په لبنان ، سوریا ، یمن ، افغانستان او د سیمې په نورو هېوادونو کې خپل نفوذ پراخه کړي.

سټارزاینډ سټریپس

امریکايي خپرونې سټارزاینډ سټریپس چې پوځي مطالب خپروې لیکلي په افغانستان کې د امنیتي مسوولیتونو د انتقال مشري یوې جنرالې ته سپارل شوې ده.

دا له کله چې په افغانستان کې د امریکا په ښکیلتیا جګړه پيل شوې لومړی ځل دی چې یوه ښځینه جنراله په یوه لوړ پوسټ ټاکل کیږي. روبین فانټیس د تورن جنرال رتبه لري او پرون یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خپله نوې دنده پيل کړه

ډان

پاکستانیو ورځپاڼیو تر ډیره د ددغه هېواد د پوځ د لویو درستیزانو د کمیټې د مشر جنراال زبیر محمود حیات هغه خبرې را اخیستي چې ویلي یې دي، پاکستان په دې ښه خبر دی چې د هند استخباراتي اداره (را) د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د چین د لويې پروژې یو کمربند یوه لار پر وړاندې خنډونه اچوي.

پاکستاني چارواکو وړاندې تر دې هم دغه ډول تورونه لګولي خو هندي او افغان چارواکو رد کړي دي.

له دې ډلې ډان ورځپاڼه لیکي چې که څه هم جنرال حیات په افغانستان کې سولې ته ژمنتیا وښودله او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان امنیت د پاکستان د امنیت لپاره مهم دی ، خو ګواښ یې وکړ چې په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره د پاکستان هڅې یوه طرفه جاده نه ده .

ټایمز اف انډیا

هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي چې د هند پوځ د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د څلور سوه او شپاړلس ملیارده ډالره غوښتنه کړې،

د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې پوځ غواړي دغه پيسې پر نویو تجیهزاتو او اړینو ترمیماتو ولګوي چې د پاکستان او چین له خوا د ګواښونو مقابله وکړای شي او جیوستراتیژیکې ګټې خوندې کړي.