"افغانستان ماشومانو او ښځو لپاره ډېر مرگونى ځاى دى"

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان مېرمن چې په یوه پېښه کې ټپي شوې ده.

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې "افغانستان ماشومانو او ښځو لپاره ډېر مرگونى ځاى دى" تر سرليک لاندې يو مطلب کښلى.

د ورځپاڼې اشاره د ملگرو ملتونو وروستي رپوټ ته ده چې وايي په تېرو شپږو مياشتو کې افغان ولسي وگړو ته د اوښتې مرگژوبلې کچه د تېر کال لومړۍ نيمايي په پرتله لوړه وه.

ورځپاڼې افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي تاداميچي ياماموتو خبرې راخيستې چې وايي دغه روانه ناوړه جگړه کې د سر زيان او بشري کړاو خورا ډېر دى.

د ورځپاڼې په وينا ښځو ته د اوښتي سر زيان کچه ٢٣ سلنه لوړه شوې چې لامل يې وگړمېشتو سيمو کې ځانمرگي بريدونه دي.

ماشومانو ته د اوښتې مرگژوبلې کچه کې زياتوالى بيا نهه سلنه ښوول شوى.

د ملگرو ملتونو رپوټ پر بنسټ د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ١٦٦٢ افغانان وژل شوي دي.

دا وژنې د طالبانو، افغان ځواکونو، بهرنيو سرتېرو او داسې نورو ډلو ټپلو په بريدونو کې شوې چې پېژندگلوي یې نه ده شوې.

خو د رپوټ پر بنسټ ډېرى ملکي مرگژوبله د طالبانو په بريدونو کې رامنځته شوې، خو دا طالبانو د ملگرو ملتونو دا وينا رد کړې.

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق Reuters
Image caption ابوبکر بغدادي نږدې درې کاله مخکې له موصل خپل خلافت اعلان کړ، خو څو ورځې مخکې یې دغه ښار هم له واک ووت.

پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د کوردي امنيتي چارواکو په وينا ليکلي، دا نژدې يقيني ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې مشر ابوبکر البغدادي ژوندى دى.

ورځپاڼه وايي د کوردانو ترهگرۍ ضد ادارې مشر لاهور طالباني رويټرز خبري اژانس ته ويلي په سلو کې ٩٩ ډاډمن دى چې البغدادي ژوندى او د سوريې په رقه ښار کې دى.

هغه ويلي د اسلامي دولت نومې ډلې اوسنى مشر د القاعدې د غړيتوب د مهال تجربې لري، له امنيتي ځواکونو پټ دى او پوهېږي چې څه کوي.

ورځپاڼه وايي اسلامي دولت نومې ډله په عراق کې ماتې سره مخامخ ده او په سوريه کې هم ورباندې فشار ورځ تر بلې ډېرېږي.

دغه کوردي افسر ويلي له کمزورې روحيې سره سره اسلامي دولت نومې ډله خپل جگړييز تکتيکونه بدلوي او د بشپړې ماتونې لپاره يې له دريو تر څلورو کلونو پورې وخت ته اړتيا ده.