د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټرمپ او پوتین په دویمه لیدنه کې یوازې روسی ژباړن و.

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره د جرمني هامبورګ ښار کې په جي شل سرمشریزه کې بله لیدنه هم درلوده، چې تراوسه پټه پاتې شوې ده.

د دې لیدنې معلومات خپاره شوي نه دي، خو امریکايي رسنۍ وايي، د دواړو مشرانو له رسمي لیدنې څو ګړۍ وروسته دا ناسته هم شوې ده.

د جولای پر ۷ په لومړنۍ او رسمي لیدنه کې- چې له دوو ګړیو زیاته وخت یې ونیوـ دواړو مشرانو د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د ادعايي لاسوهنې په ګډون پر مختلفو مسلو خبرې وکړې.

دا د ولسمشر پوتین او د هغه د امریکايي سیال ټرمپ لومړنۍ مخ په مخ لیدنه وه، داسې لیدنه چې د ټاکلو ۳۵ دقیقو پر ځای له دوو ساعتونو اوږده شوه او د دې لیدنې د لنډولو لپاره د څو امریکايي چارواکو هڅې هم ناکام شوې.

* د ټرمپ او پوتین خبرې، که کارپوهانو ته د خطر زنګ"

* ټرمپ او پوتین به د سوریې په تړاو سره ګډ کار وکړی شي؟

واشنګټن پوسټ رپوټوي چې ښاغلی ټرمپ یوه ماښامانۍ کې له خپلې څوکۍ پورته شو او د ښاغلي پوتین څنګ ته پر څوکۍ کېناست.

د رپوټونو له مخې ښاغلی ټرمپ یوازې و او له ښاغلي پوتین سره هم یوازې خپل رسمي ژباړن و.

واشنګټن پوسټ لیکي، چې دا لیدنه هم نږدې یو ساعت روانه وه.

سپینې ماڼۍ په رسنیو کې د دې رپوټ له خپرېدو وروسته دا لیدنه هم تایید کړې ده.

په ورته مهال د امریکا په ټاکنیزو هڅو کې له ډونلډ ټرمپ سره د روسیې د ادعايي همکارۍ پلټې روانې دي.

ښاغلی ټرمپ له دې مسلې هر ډول پوهاوی ردوي، روسیه هم د امریکا په ټاکنو کې خپله لاسوهنه بیا بیا ردوي.

لیدنه که خبرې؟

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption په هغه ماښامنۍ کې له پوتین سره خپله مېرمن هم وه.

پخپله ټرمپ یوازنی کس دی چې د سپینې ماڼۍ نورو چارواکو ته د دې لیدنې معلومات ور کوي، ځکه د نوموړي امریکايي مرستیالان ور سره نه وو.

یوه چارواکي دا لیدنه یواځې "لنډې خبرې" بللې دي "نه دویمه لیدنه".

دغه چارواکی زیاتوي چې په دې لیدنه کې له روسي ژباړن کار اخیستل شوی، ځکه په ماښامنیو مراسمو کې د امریکا روسی ژباړن نه و، بلکې جاپانی و.

ښاغلی ټرمپ په هغه مېلمستیا کې د جاپان د لومړي وزیر څنګ ته ناست و.

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* ټرمپ: له روسیې سره د "ډېرې رغنده" همکارۍ وخت را رسېدلی

د دواړو مشرانو د دویمې لیدنې خبره هم اول ځل د "ایرو اسیا ډلې" مشر ایان برمر- چې په امریکا کې دی- په یوه خبرپاڼه کې خپره کړې ده.

هغه د پوتین او ټرمپ لیدنه "ځانګړې او له احساساتو ډکه" وبلله او ویې ویل چې په ماښامنیو مراسمو کې د امریکايي ژباړن نشتوالی هیښوونکی و.

د هغه په خبره، که څه هم د مېلمستیا نورو ګډونوالو د پوتین او ټرمپ لیدنه کتله، خو د دوی غږ یې نه اورېد.

خو یوه اروپايي چارواکي واشنګټن پوسټ ته ویلي، دا دود شته چې مشران کله کله "یو ګوښه ځای" ته ځي او ځانګړو لیدنو کې ګډون کوي.

د هغه په خبره، که څه هم ټرمپ او پوتین لږ توپیر لري، خو د ده په اند، دا مسله ډېره مهمه نه ده.

د زوی ټرمپ د شهادت غوښتنه

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټرمپ زوی له روسۍ وکیلې سره لیدلي دي.

په ورته مهال د امریکا د مشرانو جرګې د قضايي جرګه ګۍ مهم ډیموکراټ غړی ډاین فاینسټاین وايي، د روسیې د لاسوهنې په تړاو د دوسیې ځانګړي څارنوال رابرټ مولر ورته ویلي، چې د ډونلډ ټرمپ د زوی ډونلډ ټرمپ جونیر او د هغه د ټاکنیز مرکز د مدیر پال مانا فورټ له شهادت سره مشکل نه لري.

د دې کمېټې مشر چاک ګراسلي- چې جمهوریپال دی- مخکې ویلي و، چې غواړي دا دوه کسان جرګه ګۍ کې شهادت ووايي.

* د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

* د ډونلډ ټرمپ بهرنۍ تګلارې

* ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

ښاغلی مولر چې یو وخت د اېف بي ای مشر و، له څو میاشتو راهیسې د دې دوسیې د څېړلو لپاره د ځانګړي څارنوال په توګه کار کوي.

ټرمپ جونیر، پال مانافورټ او جارډ کوشنر په جون میاشت کې له یوې وکیلې او د روسیې له دوو نورو وګړو سره لیدنه درلود.

دا لیدنه له هغه برېښلیک وروسته وه، چې پکې لیکلي و، روسیه غواړي په ټاکنو کې له ډونلډ ټرمپ سره همکاري وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ او پوتین دا لیدنه هم یو ساعت اوږده شوې ده.

ورته مطالب