"د دوستم او عطا دفترونه د الوتکې خبر په ردولو سره خپل شرم پټوي"

نيويارک ټايمز:

د انځور حقوق FB

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د مزار ښار په هوايي ډگر کې د عبدالرشيد دوستم الوتکې ته د ناستې اجازې نه ورکولو موضوع ته کتنه کړې او وايي، يوه شخصي کوچنۍ الوتکه چې ښاغلى دوستم يې لېږدوه د افغان مرکزي حکومت په لارښوونه هوايي ډگر کې له ناستې منع کړل شوه.

ورځپاڼه وايي د ښاغلي دوستم له ٥٠٠ تر ١٠٠٠ پورې پلويان هوايي ډگر کې د هغه هرکلي لپاره ټول شوي و.

د بلخ د ولايتي شورا غړي رييس عبدالخالق ورځپاڼې ته ويلي کله چې د ښاغلي دوستم الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړل شوه نو پلويان يې ډېر ناهيلي شوي وو.

ورځپاڼې د ښاغلي دوستم او د بلخ والي عطا محمد نور د دفترونو له لوري د دغه خبر ردېدو ته په اشاره ويلي، د ډېرو تعبير دا دى چې د دوى وينا رښتيا نه ده، او غواړي په دې توگه ځان له شرمه وژغوري.

ډان:

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې "افغانستان کې د امريکا د ښکېلتيا ماهيت ښايي بدل شي" تر سرليک لاندې يو مطلب کښلى چې وايي، د امريکا دفاع وزير جېمز متېس کره کړې چې افغانستان لپاره د امريکا نوې تگلاره به د پاکستان په گډون سيمه هم راونغاړي.

ښاغلي متېس يوې خبرې غونډې ته ويلي نوې تگلاره ښايي افغانستان کې د امريکا د ښکېلتيا ماهيت بدل کړي.

ورځپاڼه زياتوي که څه هم د ښاغلي ټرمپ ادارې وړاندې هم داسې نښې نښانې څرگندې کړې چې نوې تگلاره به له افغانستان او پاکستان سره د امريکا اړيکي بيا له سره تعريف کړي، خو دا لومړى ځل دى چې ولسمشر ټرمپ د کابينې يو غړى وايي تگلارې ته بيا کتنه کې پاکستان سره پر اړيکو بيا غور هم شامل دى.

ښاغلي متېس زياته کړې چې د سرتېرو شمېر په تړاو ښايي د ورځپاڼو وړاندوينه رښتيا شي خو په ډگر کې د سرتېرو په دندو کې به بدلون راشي.

رپوټونه وايي نوې تگلاره وروستۍ شوې او ښايي د روانې مياشتې په وروستيو کې اعلان شي.

واشنگټن پوسټ:

د انځور حقوق Télévision Suisse Romande
Image caption ۷۵ کاله مخکې دا جوړه ورکه شوې وه.

امريکايۍ واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي د يوې جوړې - چې ٧٥ کاله وړاندې د سويس په کنگلونو کې ترۍ تم شوې وه- مړي موندل شوي.

دغه ښځه او مېړه د ١٩٤٢م کال د اگست پر ١٥ هغه مهال تري تم شول چې د خپلو غواگانو د لوشلو لپاره له کوره ووتل.

د سکي تفريحځي يوه کار کوونکي دغه مړي وموندل چې د ويلي شوي کنگل لاندې سره نژدې پراته و او جامې يې د دويمې نړېوالې جگړې مهال ته ورته وې.

د دغې جوړې کشره لور چې د لادرکه کېدو پر مهال يې څلور کلنه وه او اوس ٧٩ کاله عمر لري ويلي، خپل مور او پلار به له ٧٥ کلونو لټون وروسته په هغه ډول خاورو ته وسپاري چې دوى يې مستحق دي.

له دغې جوړې ٧ ماشومان پاتې و چې اوس يې شپږ مړه دي.

د دغې جوړې له ورک کېدو وروسته يې ماشومان نورو کورنيو ته سپارل شوي و.