د امریکا ولسمشر افغانستان ته خپل ځانګړی استازی او سفیر وګوماره

نیوریاک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان بس له دې مخکې په ایټالیا کې هم د امریکا سفیر و.

نیوریاک ټایمز ورځپاڼې خبر خپور کړی چې د امریکا ولسمشر د افغانستان لپاره د خپل استازي او سفیر په توګه جان بیس نومولی.

نوموړی اوس په ترکیه کې د امریکا سفیر دی.

ښاغلي بیس له دې وړاندې په عراق کې هم دنده ترسره کړې ده . امریکايي رسنیو جان بیس یو تجربه لرونکی ډیپلومات بللی. هغه دغه راز په چاد، بلجیم او ایټالیا کې هم د ډیپلومات په توګه دندې ترسره کړې دي.

نیوریاک ټایمز لیکي چې جان بیس داسې مهال د افغانستان لپاره د ښاغلي ټرمپ د استازي په توګه نوماندیږي چې امریکا د سیمې او افغانستان لپاره د خپلې نوې ستراتیژۍ د په ډاګه کولو په درشل کې ده، چې له مخې یې کیدای شي افغانستان ته نور څلور زره سرتیري واستول شي.

هندو:

د انځور حقوق EPA
Image caption رام نات کووېنډ د بهار ایالت دی او د هند ۱۴ ولسمشر دی.

هندو ورځپاڼې خپله سرمقاله د دغه هېواد د نوي ولسمشر رام نات کوویند ته ځانګړې کړې ده او لیکي چې د بي جي پي ګوند له خوا د ښاغلي کوویند نوماندول ښايي ستراتیژیک سیاسي جوړ جاړی وي.

ورځپاڼه په دې نظر ده چې بي جي پي غواړي په هندۍ ټولنه کې پراخ نفوذ خوندي کړي او دا چې کوویندا له ډالیټ طبقې څخه ده نو بي جي پي غواړي وښيي چې پراخه ټولنیزه اجنډا لري.

هندو ورځپاڼه زیاتوي د ولسمشر څوکۍ یواځې یو تشریفاتي منصب نه دی، بلکې ولسمشر ته پکار دي چې توازن وساتي او د یوه یا بل لوري له پلوي ډډه وکړي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼه په چینايي رسنیو کې په هند کې د هندو نشنلزم په اړه اندیښنو ته اشاره کوي او زیاتوي، د چینايي رسنیو دغه ډول تبصره د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته یادونه ده چې حکومت یې د ورځپاڼې په وینا د مسلمانانو په وړاندې د هندو ملت پالو له خوا د کیدونکي تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلی.

پاکستان ټوډې ورځپاڼې د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف هغه څرګندونې را اخیستې په کومو کې یې چې هغه تور لګولی چې هند د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه کوي، خو افغانستان او هند دغه تور تل رد کړی دی. دی زیاتوي د پاکستان دوښمنان په پاکستان کې پرمختګونه نه شي زغملی.

ګارډین:

د انځور حقوق .
Image caption د افغان میسي دا انځور خواله رسنیو کې ډېر مشهور شو.

ګارډین بریتانوۍ ورځپاڼې په افغانستان کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو ته کتنه کړې.

په دغه لیکنه کې هغه افغان ماشوم ته اشاره شوې چې د یوې پلاستیکې کچوړې په اغوستلو یې د مشهور لوبغاړي لیونیل میسي پام ځانته واړاوه.

ګارډین زیاتوي چې د دغه ماشوم کیسه د جګړه ځپلې افغانستان ستونزې ډاګیزوي، هغه هېواد چې څو لسیزې له جګړې سره لاس او ګریوان دی، خو وايي د فوټبال د غوره لیک زړه پورې سیالۍ په همدغه ډول شرایطو کې رامنځته شوې او په تیرو پنځو کلونو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی.

ګارډین په خپل مطلب کې وړاندې زیاتوي چې د افغانستان د غوره لیګ سیالیو موجودیت په دې مانا دی چې فوټبال په تر ټولو سختو شرایطو کې هم وده کولی شي.