عرب هېوادونه قطر ته ولې نرم شول؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جون پر پنځمه څلورو عرب هېوادونو قطر د ترهګرۍ په ملاتړ او د عربو هېوادونو له ګټو سره په ټکري سیاست تورن او اړیکي یې ور سره پرېکړل

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر استازو وویل، چې له دې وروسته له قطر د ۱۳ غوښتنو پر ځای شپږ غوښتنې لري.

د جون پر پنځمه دغو هېوادونو قطر د ترهګرۍ په ملاتړ او د عربو هېوادونو له ګټو سره په ټکري سیاست تورن او اړیکي یې ور سره پرېکړل، خپلې هوايي، سمندري او ځمکنۍ لارې یې هم پر وتړلې.

دوی د جون پر ۲۲ قطر ته ۱۳ غوښتنې واستولې، چې په سیمه کې د ځینې ډلو مالي ملاتړ پرېښودل، الجزیره تلوېزون بندول، له ایران سره اړیکي کمول، د دې څلورو هېوادونو وګړو ته د تابعیت نه ورکول او د ترکیې د پوځي اډې تړل هم په کې راتلل.

دوی ویل، که دوحه یې غوښتنې ونه مني، له نورو بندیزونو سره به مخ شي، خو قطري چارواکو دا غوښتنې نامنطقي او د نه منلو وړ وبللې.

دغو عرب هېوادونو پر دوحه نوره کړۍ تنګه نه کړه، بلکې په ملګرو ملتونو کې د دغو څلورو هېوادونو استازو د جولای پر ۱۹ وویل، چې له قطر سره د روان کړکېچ سوله ییز حل غواړي.

دوی دا ځل د ۱۳ غوښتنو پر ځای ۶ غوښتنې غوره کړې او هیله یې وښوده چې دوحه به د دوی اوسنۍ غوښتنې ژر ومني.

د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د ترهګرۍ ضد مبارزه کول، ترهګرو ډلو ته له پنا او مرسته ورکولو لاس اخیستل، د سیمه ییزو حکومتو پرضد د مخالفانو له پارولو او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه کول د دوی مهمې غوښتنې.

کشاله به حل شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption قطر هوايي کرښه چې د اسیا او اروپا ترمنځ پول بلل کېږي، د ایران له هوايي حریم پرته بله لار یې نه لرله

د عربو هېوادونو او قطر ترمنځ د دې کړکېچ په رامنځ ته کېدلو پسې سملاسي کویت د سولې هڅه وکړه، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ور سره وګړېده، خو هڅو یې کومه پایله نه درلوده.

نوموړي هغه مهال وویل، چې له قطر داسې غوښتنې شوې، چې د ځینو منل ورته سخت دي.

خو ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازی عبدالله المعلمي پرون وویل، قطر ته د اوسنیو غوښتنو منل اسان دي.

* د قطر کړکېچ اوښانو ته هم زیان رسولی

* د قطر او عرب هېوادونو ترمنځ د کړکېچ څلور لاملونه

د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر وايي، دا وروستۍ پرمختیا د دواړو لورو ترمنځ اوسنی خراب حالت کمولی شي، خو تلپاتې حل لار نه برابروي.

د عرب هېوادونو دا دویم ګام له هغه وروسته دی چې امریکايي چارواکو واشنګټن پوسټ ته وویل، د متحده عرب اماراتو چارواکو د قطري وېبپاڼو پر هېک کولو خبرې کړې وې.

دوی ویل، ممکن په دویم لاس اماراتو دا کار کړی وي.

اماراتو دا خبر رد کړ، خو قطر وویل، چې د دوی خبره رښتیا ده چې پاڼې یې هېګ شوې وې.

د عربو نفاق کې د ایران ګټه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د قطر له امير شيخ تميم بن حماد ثاني سره

له قطر سره له هغه دوه اوونۍ وروسته اړیکي پرې شول چې د دغه هېواد د امیر داسې څرګندونې له الجزیره خپرې شوې چې د ایران په ملاتړ بلل کېدې.

د عرب هېوادونو یو شرط دا هم و چې له تهران سره باید اړیکي پرې کړي، خو په روان کړکېچ کې دوحه او تهران نور سره نږدې شول، چې ټولو اقتصادي او سیاسي ګټه یې ایران ته رسېږي.

قطر چې عربو هېوادونو یې پر هوايي کرښه خپله فضا وتړله، ایران ورته خپله غېږ پرانیسته او ایرانیو چارواکو وویل، چې له دغه هېواد د الوتکو ورځني تېرېدل به ۲۰ سلنه نور هم زیات شي.

* له قطر سره د عربي هېوادونو پرېکون، ایران ته یو چانس

* درې لاملونه چې قطر له عربو سره جوړجاړي ته هڅولی شي

قطر هوايي کرښه چې د اسیا او اروپا ترمنځ پول بلل کېږي، د ایران له هوايي حریم پرته بله لار یې نه لرله.

تهران له قطر سره د سترو پروژو لکه د ۲۰۲۲ کال لپاره د فوټبال نړیوال جام پروژې د بشپړولو ژمنه هم وکړه.

قطر چې ۴۰ سلنه اړتیا وړ توکي یې د سعودي عربستان له یوازینۍ وچې لارې ترلاسه کولو له بندیزونو وروسته یې د ایران هوايي او سمندري لار غوره کړه.

دا داسې څه دي چې قطر یې نه یواځې له ایران لرې نه کړ، بلکې د عربو له بېلتون ایران ته مالي ګټه هم ورسېده او هم یې شرکتونو ته په قطر کې د کار زمینه لا پراخه شوه.

د ایران مقابل کې د ټلوالې جوړول

Image caption د قطر او څلورو عربي هېوادونو ترمنځ د را ولاړ شوي کړکېچ د حل په موخه منځګړتوب لا پایله نه ده ور کړې.

له قطر سره عرب هېوادونو په ریاض کې له عربي- امریکایي- اسلامي سرمشریزې وروسته اړیکي پرې کړل.

دغې سرمشریزې ته د امریکا ولسمشر هم تللی و، موخه یې د ترهګرۍ پرضد د عربو هېوادونو یو موټی کول و.

هغه مهال ډونلډ ټرمپ وویل، چې ریاض ته د تللو پایله یې معلومه شوه.

خو وروسته امریکا په دې برخه کې د منځګړتوب هڅې پیل کړې.

د ریاض په مشرۍ عربان نه یواځې د ترهګرۍ او ایران مقابل کې د ټلوالې پر جوړولو بریالي نه شول، بلکې اوسنیو شرطونو کې یې له تهران سره د قطر د اړیکو پرېکول او د ترکیې هوايي اډې تړل له پامه غورځولي.

ځکه مقابل لوری پوی شوی، چې قطر له دوی سره د همغږي کېدلو پر ځای د ایران خوا نیسي او دا حالت د تهران په ګټه تمامېږي.

دوی فکر کوي، که قطر د وروستیو شرطونو له مخې جوړ جاړي ته ور سره رسېږي، بیا هم له ایران دا چانس اخلي چې دوحه نوره ور سره نږدې او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې د ډيپلوماټيک او اقتصادي بریا سبب شي.

ورته مطالب