اردن کې د اسراییل سفارت استوګنځي کې ډزو دوه کسان ووژل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اسراییل سفارت د اوردن په خورا خوندي سیمه کې دی.

په اردن کې امنیتي چارواکي وايي، چې د دغه هېواد پلازمېنه امان کې د اسراییل پر سفارت په برید کې دوه اردوني وګړي وژل شوي او یو اسراییلی ټپي شوی.

دا دوه اردنيان ترکاڼان وو او د پولیسو په خبره، له ډزو مخکې سفارت ته ننوتلي وو.

د پېښې لږ معلومت خپاره شوي او پوره څرګنده نه ده چې ولې دا ډزې شوې.

* اسراییل کې یو سرتېری د یوه فلسطیني پر وژنې مجرم ګڼل شوی

* اسراییل وايي، لوېدیځه غاړه کې ۲۵۰۰ نور مېشت ځایونه رغوي

امنیتي ځواکونو سفارت تړلی او اسراییلي وګړي هم ترې وتلي دي.

پولیس وايي، پلټنې "لومړي پړاو" کې دي.

تراوسه اسراییلي چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د اسراییل ضد جهاد غوښتنه

ر د انځور حقوق AFP
Image caption امنیتي ځواکونو د سفارت شاوخو کلابند کړې ده.

د اردن پولیس وايي، ډزې په داسې ودانۍ کې شوې چې د اسراییل سفارت د استوګنځي په ډول کاروله.

دا سفارت په خورا خوندي سیمه کې دی.

اردن چې په بیت المقدس کې د مسلمانانو د سپېڅلو ځایونو منجور یا متولي بلل کېږي، پر ۱۹۹۴ کال له اسراییل سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

خو د امنیتي هڅو د زیاتولو لپاره د بیت المقدس په ختیځ کې د اسراییل د وروستیو ورځو ګامونو تاوتریخوالی پیدا کړ.

* ډونالډ ټرمپ اسراییلو ته ویلي، چې 'غښتلي پاتې شي'

* د جعلي خبرونو له امله د پاکستان دفاع وزیر اسراییل په اټومبم وګواښه

د اردون په اوو میلیونو وګړو کې ډېر فلسطنیان هم دي چې پر ۱۹۴۸ کال د اسراییل له جوړېدلو وروسته له فلسطین اوردن ته کډوال شوي دي.

تېره جمعه په زرګونو کسانو په امان او نورو ښارونو کې له جمعې لمانځه وروسته په اقصا جومت کې د اسراییل د وروستیو امنیتي تدابیرو پرضد مظاهرو کې د جهاد غوښتنه وکړه.

اقصی جومات ته تللې لار تړل

د انځور حقوق EPA
Image caption تېره اونۍ اوردن کې د اسراییل ضد مظاهرې.

اسراییل لس ورځې مخکې هغه مهال دا جومات وتاړه چې ور سره نږدې یوه عراب اسراییلي دوه پولیس ووژل.

د فلسطنیانو او اسراییلو ترمنځ د تاوتریخوالي په زیاتېدلو او په وروستیو ورځو کې د امنیتي ګامونو په پراخېدو پسې څو ګړۍ مخکې اسراییلي چارواکو د پخواني بیت المقدس د اقصی جومات لار کې بالونونه هم ولګول.

* "اسراییل پاکستان ته وسلې ورکوي"

* اسراییل له امریکا په تاریخ کې تر ټولو ډېره مرسته ترلاسه کوي

له هغه مخکې په دغه جومات کې نورو امنیتي تدابیرو هم فلسطنیان غوسه کړل او له امله یې له اسراییلي ځواکونو سره نښتې وکړې، چې پکې څلور فلسطنیان ووژل شول.

تېره جمعه د اردن سیند لوېدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې درې اسراییلي وګړي هم ووژل شول.

فلسطنیان د اسراییل وروستۍ هڅې د اقصی جومات د کنټرولولو لپاره نوې هڅې بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییل وروستیو امنیتي تدابېرو فلسطنیان غوسه کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب