تهران: له کویت په ۱۵ وتونکو ډيپلوماټانو کې سفیر نشته

د انځور حقوق kuwait.mfa.ir
Image caption ایران سره ځینې نور عرب هېوادونو هیڅ ډيپلوماټیک اړیکي نه لري.

د ایران حکومت وايي، په کویت کې د دغه هېواد سفیر د هغو ډيپلوماټانو په ډله کې نه دی چې کویتي چارواکو یې د وتلو غوښتنه کړې ده.

کویت تېره اونۍ له یران وغوښتل چې په یوه نیمه میاشت کې له دغه هېواد له خپلو ۱۹ ډيپلوماټانو ۱۵ وباسي.

دا ګام له هغه وروسته دی چې د کویت حکومت د "ترهګرې ډلې" ځینې غړي ونیول او وايي، چې د ایران له سپاه پاسدران سره اړیکي لري. خو ایران دا تورونه ردوي.

د کویت د رسنیو وزیر وايي، چې هېواد یې "د څارګرې شبکې په هکله د محکمې د حکم په غبرګون کې پرېکړه کړې چې ډيپلوماټیک ګام پورته کړي".

* "امریکا عراق، ایران ته ور سپارلی"

* امریکا بیا ایران د ترهگرۍ اصلي ملاتړی وباله

* امریکا: ایران کې د واک سوله ییز بدلون غواړو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، له کویت یې داسې هیله نه درلوده: "فکر کوم باید ځینې هغه ستونزې درک کړو چې ځینې هېوادونه ور سره مخ دي".

بهرام قاسمي ټینګار کوي، چې سفیر به یې کویت کې پاتې شي، ځکه چې د هغو ډيپلوماټانو له ډلې نه دی چې له دغه هېواد وځي.

کویت له هغه وورسته دا ګام اخلي چې د عبدلي مرکز په نوم ډلې ۲۱ غړي په ایران کې په پوځي روزنه او ایران او د لبنان حزب الله ډلې ته د استخباراتو پر ټولو تورنېږي.

عبدلي مرکز پر ۲۰۱۵ کال کویت ښار ته نږدې پر یو ځای د امنیتي ځواکونو په چاپه کې کشف شو.

په دغه چاپه کې امنیتي ځواکونو وسله، مهمات او باروت ونیول.

د انځور حقوق MFA
Image caption ایران وايي، د کویت په مقابل کې د ورته ګام پورته کول د ځان حق بولي.

وروسته له دې ډلې سره د تړاو په تور څو ویشت کسان ونیول شول.

تېره میاشت د کویت سترې محکمې د یوه تورن اعدام په عمر بند بدل کړ، نور تورن هم په بند محکوم شول.

د کویت ډېری ولس سني مسلمانان دي، خو لږکي شیعه یان هم لري.

د خلیج د نورو هېوادونو پرتله کویت کې خلک ډېره سیاسي ازادي لري او له دغه هېواد د مذهبي توپیریت(تعصب) کم خبرونه خپرېږي.

په کویت کې د ایران د ډيپلوماټیک فعالیت د کمېدلو خبر په داسې مهال دی چې ځینې عرب هېوادونو نږدې یو نیم کال مخکې له تهران سره اړیکي پرې کړي دي، خو هغه مهال کویت یواځې له تهران سره اړیکي کم کړل.

عرب هېوادونو دا ګام له هغه وروسته پورته کړ چې سعودي عربستان له ایران سره اړیکي پرې کړل.

اړونده مطالب