اسرائیل د اقصی جومات له دروازو اوسپنیزې دروازې لیرې کوي

د اسرائیلو په دې کار سره القدس کې پراخ لاریونونه وشول. د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسرائیلو په دې کار سره القدس کې پراخ لاریونونه وشول.

اسرائیلي حکومت د سې شنبې په ورځ په قدس کې د الاقصی جومات دروازو کې د برېښنايي دروازو درولو پرېکړه وروسوته تر هغه وکړه، چې دا مسله د فلسطینیانو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ د اړدوړ لامل شو.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي: ''کوچني حکومت د سې شنبې په ګهیځ د الکترونیکي دروازو د لیرې کولو پر پلوۍ رایه ورکړه.''

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ اړدوړ وروسته تر هغه ډېر شو، چې د روانې جولای پر ۱۴مه دوه اسرائیلي پوځيان ووژل شول، همدا وو چې اسرائیلي چارواکو د اوسپنیزو څیزونو د کشفولو په موخه اقصی جومات ته په ننوتونکو دروازوکې اوسپنیزې الکترونیکې دروازې ولګولې.

د اسرائیلو په دې کار سره القدس کې پراخ لاریونونه وشول.

اردن کې د اسراییل سفارت استوګنځي کې ډزو دوه کسان ووژل

اقصی جومات کې د فلسطینیانو او اسرائیلو ترمنځ اړدوړ

منځني ختیځ ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي نیکولای ملادینوف خبرداری ورکړ چې تر راتلونکې جمعې ورځې به زاړه قدس ښار کې به تاوتریخوالی ډېر شي.

د نتنیاهو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''کوچني حکومت د ټولو امنیتي دروازو لیرې کولو پر پلوۍ رایه ورکړه''.

د تېرې جمعې په ورځ له اسرائیلي امنیتي ځواکونو سره د اړدوړ او نښتې پرمهال درې فلسطیني وګړي هغه مهال ووژل شول، زرګونو فلسطینیانو ختیځ قدس او نیول شوې لوېدیځه تراډه کې لاریونونه وکړل.

د انځور حقوق Reuters

په هماغه ورځ، درې اسرائیلیان ووژل شول او څلورم هغه یې وروسته تر هغه ټپي شو، چې یو فلسطینی یې نیول شوې لوېدیځه تراډه کې کور ته ورغی، دوی یې په چړو ووهل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یادې شخړې د څېړلو په موخه د تړل شویو دروازو د ننه غونډه وکړه، چې منځني ختیځ ته پکې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل: ''تر راتلونکې جمعې ورځې پورې د شخړې د هواري په موخه هوکړې ته رسېدل ډېر مهم دي.''

ده وویل: ''که څه هم دا په څو سوه متر مربع ځمکه سیمه ییزې پېښې دي، خو په حقیقت کې په ګرده نړۍ کې که میلیاردونه نه وي، پر میلیونونو انسانانو اغېز کوي.''

اړونده مطالب

ورته مطالب