د امریکا ولسي جرګې پر روسیه د نويو بندیزونو ملاتړ وکړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا او روسیې ولسمشران په جي شل کې.

د امریکا ولسي جرګې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نیوکو سره سره پر روسیه د نویو بندیزونو لګولو ته رایه ور کړه.

دا بندیزونه د درې مخالفو او ۴۱۹ مثبتو رایو سره تصویب شول.

دا مصوبه ښايي له روسیې سره د اړیکو رغولو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هڅې له ستونزو سره مخ کړي.

دوه ورځې مخکې د امریکا کانګرېس دواړو جرګو په ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې د ادعا شوې لاسوهنې په ځواب کې د نویو بندیزونو د لګولو لپاره پر مسوده هوکړه وکړه.

* روسیه او لوېدیځ، تېروتنه چېرې شوې؟

* د پوتین او ټرمپ بله لیدنه چې له رسنیو پټه پاتې وه

د ولسمشر له لاسلیک مخکې په مشرانو جرګه کې د دې مسودې منل ضروري دي.

سپینه ماڼۍ وايي، تراوسه ولسمشر ټرمپ پرېکړه نه ده کړې، چې دا مصوبه ومني که رد کړي.

د امریکا ټاکنو کې د روسیې د ادعايي لاسوهنې پلټنې روانې دي او په دې برخه کې ولسمشر ټرمپ د دغه هېواد پر لوی څارنوال فشارزیات کړی دی.

ولسمشر په خپله وروستۍ وینا کې جیف کمزوری کس وباله او زیاته یې کړه، خپه په دې دی چې هغه پخپله ځان له پلټنو څنډې ته کړی دی.

د مسکو غبرګون

د انځور حقوق Reuters
Image caption ولسمشر ټرمپ په ټاکنیزو هڅو کې د روسیې ولسمشر ستایه.

چارواکي وايي، ۲۰۱۶ کال د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ په ګټه د روسیې د لاسوهنې په غچ کې دا بندیزونه لګوي.

خو روسیې تل د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه رد کړې ده.

* امریکا ته د روسیې خبرداری

* ولسمشر پوتین: چا سره شخړه نه غواړو خو تاوان هم نشو منلی

په دغو نویو بندیزونو کې د روسیې د تېل او ګاز پروژې اغېزمنېږي او له روسیې جرمني ته د ګاز نللیکې پروژه اغېزمنوي، ځکه یې اروپایان اندېښمن کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چار ووزارت مرستیال سرګي ریابکوف له دې بندیزونو مخکې وویل، چې دا ډول تدابیر د واشنګټن مسکو د اړیکو په مخ کې "خطرناک بم" دی.

وروستي ګامونه

ر د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکا د توغندیز پروګرام له امله پر شمالي کوریا هم بندیزونه ولګول.

که مشرانو جرګه هم دا بندیزونه تایید کړي، نو ولسمشر ټرمپ ته به سرخوږی جوړ کړي چې له مسکو سره د پخلاینې هڅه کوي.

ولسمشر ټرمپ دا مصوبه ویټو کولی شي، خو په داسې کار دا بد ګوماني نوره هم زیاتوي چې ګویا نوموړی له مسکو سره ډېر نږدې دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند وايي، "ولسمشر ټرمپ به دا مصوبه وویني او وبه ګوري چې وروستی محصول یې څه دی".

امریکا له دې مخکې هم پر روسیه بندیزونه لګولي وو.

د بارک اوباما حکومت تېر ډیسمبر د هغه څه په غبرګون کې چې د ده ادارې د امریکا ټاکنو کې لاسوهنه بلله، له خپل هېواد د روسیې ۳۵ ډيپلوماټان و اېستل او د مسکو دوه ډيپلوماټیک استوګنځي یې وتړل.

د ایران پر سپاه بندیزونه

د انځور حقوق MEHR
Image caption د ایران د سپاه پاسدران لوی قومندان وايي، له خپلو توغندیو دفات کوي.

د امریکا ولسي جرګې پر روسیه سربېره پر ایران او شمالي کوریا هم د وسلو او بالستیک توغندیو له امله بندیزونه لګول غواړي.

د امریکا نوي بندیزونه د دغه هېواد له ولسمشر غواړي چې په ۹۰ ورځو کې د ایران سپاه پاسدران، چارواکو او له ایران بهر په دې اداره پورې تړلو کسانو د ترهګریزو چارو په تور بندیز ولګوي.

په دې مصوبه کې راغلي دي: "نه یواځې قدس ځواکونه، بلکې د ایران سپاه پاسدران د ګډوډۍ چارو مسوول، د نړیوالې ترهګرۍ او د ایران د توغندیز پروګرام ملاتړي دي".

له دې مخکې د سپاه لوی قومندان محمد علي جعفري ویلي و، که امریکا پر سپاه بندیزونه لګوي، باید له ایران تر زر کیلومترۍ پورې خپلې اډې ټولې کړي.

هغه د چهارشنبې په ورځ په مشهد کې وویل، له توغندیز ځواک داسې دفاع کوي، لکه غیرتي خلک یې له خپل ناموس کوي.

ورته مطالب