د "پیشو خولې لګول" د ښځې د مړینې لامل شوی

منګوړ د انځور حقوق Thinkstock
Image caption اټکل دی چې پیشو د منګوړ حشرې له لارې په یوې لېږدول شوې ناروغۍ اخته وه

تېر کال جاپان کې یوه ښځه د منګوړ (یوډول حشره چې د حیواناتو وینه زبیښي) د چیچلو له کبله او د یوې ناروغې پیشو د خولې لګولو له کبله مړه شوه. د جاپان د روغتیا وزارت وايي، دا لومړی ځل دی چې د تي لرونکو نامضرو څارویو له لارې انسان ته د ویروس لېږدېدو له کبله ښځه مري.

ښځه شاوخوا پنځوس کلنه وه، چې له ظاهراً یوې ناروغې پیشو سره یې همکاري کوله.

له لس ورځنۍ تبې وروسته ښځه مړه شوه.

ډاکټران اټکل کوي چې ناروغي د پیشو له لارې نېغه ښځې ته لېږدېدلې ده.

نيوزيلنډ کې يوې پيشو جامې غلا کولې

ټایوان کې د سپي او پيشو د غوښې پر خوراک بندیز

د نړۍ تر ټولو زړه پيشو ومړه

د جاپآن د روغتیا وزارت یوه چارواکي فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي: "تر اوسه له حیوان نه انسان ته د ناروغۍ د لېږدېدو په اړه هېڅ رپوټ نه دی ورکړل شوی، خو د پیشو له لارې بیا دا بیخي بې سارې پېښه ده، ښايي دا لومړی ځل وي د خپل ډول لومړۍ پېښه وي. "

دا ویروس چې د SFTS په نوم شهرت لري، له نسبتاً نویو ساري ویروسونو ګڼل کېږي، چې چین کوریا او جاپان کې موندل شوی.

د انځور حقوق AFP
Image caption ظاهراً ښکلې خو ویروس لېږدوونکې پیشو

ویل کېږي ددغه ویروس له کبله د مړینو کچه ۳۰ سلنې ته رسېدلې ده، په تېره بیا هغه کسان ډېر رنځوي چې عمرونه یې تر پنځوسو کلونو اوښتي دي.

د جاپان د رسنیو د رپوټونو له مخې، دا ویروس په لومړی ځل په ۲۰۱۳ کال پیدا شو.

د جاپان د روغتیا وزارت وايي، تېر کال ددغې ښځې مړینه یوه کمسارې پېښه وه، خو وزارت سپارښتنه کړې وه چې خلک باید له هغوحیواناتو سره ډېر نژدې خواله ونه کړي چې روغتيايي حالت یې ښه نه وي.

په نړیواله کچه، د منګوړ له چیچلو سره د "لایم" په نوم د ناروغۍ لېږدېدل هم مله وي، چې که ژر او پر وخت یې درملنه ونه شي، د سختې ناروغۍ او یا آن د مړینې سبب ګرځي.

اړونده مطالب

ورته مطالب