د اروپا د عدل محکمه: کډوال دې ورغلي لومړني اروپایي هېواد کې پناه وغواړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د کډوالو په تړاو د اروپا عدل محکمې پرېکړه

د اروپا د عدل محکمې حکم کړی چې کډوال اړ دي خپلې پناه غوښتنې د اروپایي ټولنې په هماغه هېواد کې ارزونې ته وسپاري چې لومړی ور رسېږي.

دا دوسیه د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د کډوالۍ په کړکېچ پورې اړه لري چې پولې پرانیستې وې.

په دې تړاو عریضه اتریش او سلووینیا د دوو افغان او یوې سوریايۍ کورنۍ د دوسیې په اړه وړاندې کړې وه چې له کرووېشیا تر وتلو وروسته یې د پناه غوښتنه کړې ده.

د عدل محکمې دا پرېکړه د سلګونو پناه غوښتونکو ژوند اغېزمنولای شي چې څرګند شمېر یې افغانان دي.

پولنډ د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری کډوال نه غواړي په هغو هېوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی ورځي.

د کډوالو کړکېچ د ۲۰۱۵ کال په اوړي کې له هغه وروسته مطرح شو چې نژدې یو میلیون کډوال او پناه غوښتونکي له لوېدیځ بالکانه د اروپا پر لور مات شول.

د په اصطلاح "ډوبلن کړنلارې" پر بنسټ کډوال باید په هغه لومړني اروپايي هېواد کې د پناه غوښتنه وکړي چې وررسېږي. خو جرمني د سوريايي کډوالو لپاره د ډوبلن کړنلاره وځنډوله او لومړني هېواد ته یې بېرته استول ودرول.

د اتریش له خوا رد شوي افغانان

په نه منل شویو افغانانو کې دوې خویندې خدیجه او زینب جعفري دي چې د ۲۰۱۶ کال فبرورۍ میاشت کې د اتریش پولې ته ورسېدې.

د ډیاکني خیریه موسسې له خوا وکیل سټیون کلممېر وايي: "دوی هغو ګاډو کې راغلي چې د اتریش او نورو دولتونو له خوا برابر شوي ول. دوی له مسېدونیا په څو ورځو کې نېغ په نېغه اتریش ته ورسېدل. د اتریش پر پوله جعفري خویندو ته اجازه ورکړل شوه دننه شي، ځکه دوی ویلي ول غواړي اتریش ته ولاړې شي او د پناه غوښتنه وکړي."

Image caption ښاغلی کلممېر وايي:" په ځینو قضیو کې چارواکي وايي چې د ډوبلن د کړنلارې پر وړاندې مسول نه یو، کروېشیا مسوله ده".

خو د نورو افغانانو په شان، د دوی د پناه غوښتنه هم رد شوې.

ښاغلی کلممېر وايي:" په ځینو قضیو کې چارواکي وايي چې د ډوبلن د کړنلارې پر وړاندې مسول نه یو، کروېشیا مسوله ده".

جعفري خویندو خپله دوسیه په سلووېنیا کې د یوه سوريايي وګړي د دوسیې په ملتیا د اروپا د عدل محکمې ته یوړه.

خو د چهارشنبې پر ورځ د اروپا د عدل محکمې حکم وکړ چې د ډوبلن د کړنلارې پر بنسټ د کروېشیا له پولې د دوی اووښتل سم نه دی. محکمه وايي، دا چې د اروپايي ټولنې یو غړی هېواد د زړه سوي له مخې یوه غیر اروپايي وکړي ته اجازه ورکوي چې پر پوله یې واوړي، دا اجازه په نورو غړو هېوادونو کې نه چلېږي.

اروپايي هېوادونو کې د کډوالو ملاتړي حقوق پوهان او وکیلان د محکمې پر دې پرېکړې اندېښمن دي او وايي چې دا به ګڼ شمېر پناه غوښتونکي اغېزمن کړي.

اړونده مطالب