د چیپسو قوطیو کې ژوندي ماران موندل شوي

د انځور حقوق EPA
Image caption درې کوبرا ډوله ژوندي ماران د پټاټو چیپسو په قوطیو کې موندل شوي

امریکايي چارواکو ویلي، یو سړی یې له هغه وروسته نیولی، چې د پټاټو چیپسو په قوطیو کې یې له بهره درې ژوندي ماران د کور په ادرس لېږل شوي وو. رودرېګو فرانسو نومې دغه ۳۴ کلن سړی لاس اینجلس ښار کې د غیر قانوني وارداتو په تور نیول شوی دی.

د ګمرک ځايي چارواکو له هانګ کانګ نه مارچ میاشت کې لېږل شویو قوطیو کې نژدې دوه فوټه اوږده ژوندي ماران موندلي وو. دې سره یو ځای درې لېږل شوي کشپان هم نیول شوي دي.

هندي پولیسو ۶۰۰۰ غلا شوې شمشتۍ نیولې

ورک شوی اندونیزیایی د مار خېټه کې وموندل شو

په مساپر وړونکې الوتکه کې مار

چارواکو ماران د خوندیتوب په خاطر له ځان سره ساتلي، خو کشپان یې کالفورنیا کې د نوموړي کورته استولي دي. امریکايي چارواکي وايي، نوموړي سړي اسیا کې د دغو مارانو او کیشپانو لېږلو لپاره لیکلي پیغامونه تبادله کړي دي، چې د امریکا قانون له مخې ځانګړی خوندیتوب ورکړل شوی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption دغه ماران مارچ میاشت کې امریکايي ګمرک چارواکو نیولي وو

د نوموړي سړي له کوره ورته نور ماران او کشپان هم موندل شوي دي. د څېړنو پایله کې ویل شوي، چې هغه له دې مخکې هم کوبرا ډوله ماران وارد کړي، چې یو شمېر یې ورته رسېدلي دي او ځینې نور په لاره کې مړه شوي وو.

که محکمه کې د نوموړي سړي جرم ثابت شي، ښايي تر ۲۰ کلنو پورې د زندان په سزا محکوم شي.

اړونده مطالب