ټرمپ: جنسبدلي نه شي کولی پوځ ته لاړ شي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډېری جمهوریپال په دودیز ډول جنسبدلو ته د مدني ازاديو له ور کولو سره جوړ نه دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغه فرمان د لغوه کولو خبره کړې چې له مخې یې جنسبدلو (ټرانسجنډرز) ته د امریکا په پوځ کې د خدمت کولو حق ور کړل شوی و.

یو ډله انسانان چې له خپل جنس څخه خوښ نه وي، نو د پرمختللو جراحي عملیاتو پر مټ خپل جنسیت پر مخالف هغه اړوي چې جنسبدلي یا (Trans genders) یې بولي.

ډېری جمهوریپال په دودیز ډول جنسبدلو ته د مدني ازاديو له ور کولو سره جوړ نه دي.

ښاغلي ټرمپ چارشنبه د جولای ۲۶مه پر ټوېټر پاڼه ولیکل، له نظامي کارپوهانو سره تر مشورې وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې جنسبدلي په پوځ کې ګډوډي رامنځ ته کوي او لګښت یې هم ډېر دی.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ په وروستي کال پوځ ته د هغو کسانو د داخلېدو فرمان صادر کړ چې خپل جنسیت یې بدل کړی وي.

د بارک اوباما دغه پرېکړه د جنسي لږکیو او بشر حقونو د فعالانو له تود هرکلي سره مخامخ شوه.

د ښاغلي ټرمپ پر ټویټ سربېره، د امریکا دفاع وزیر هم په تېره جنورۍ کې امر وکړ چې د ښاغلي اوباما د فرمان پلي کېدل دې تر شپږو میاشتو وځنډېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ د ولسمشریز کمپاین پر مهال د جنسي لږکیو له حقونو ملاتړ کړی و.

د ولسمشر ټرمپ له وروستي ټویټه ښکاري چې نوموړي د یاد فرمان لغوه کولو ته نښلولې ده.

اټکل دی چې د ښاغلي ټرمپ له خوا د بارک اوباما د فرمان لغوه کول به د بشرحقونو د فعالانو له توند غبرګون سره مخامخ شي او ښايي د غبرګونونو لړۍ تر سترې محکمې هم ورسي.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال جنسي لږکیو ته د حقونو له ور کړې ملاتړ کړی و، خو وروستی تصمیم یې چې د جمهوریپالو له ذاتي اصولو یې سرچینه اخیستې، د کمپاین مهال له ژمنو سره کاملا په ټکر کې دی.

لومړی غبرګون

د امریکا په کانګریس کې د جنسبدلو ظاهراً لومړني ښکاره استازي (ډیویډ سیسلیني) د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون خبرپاڼه خپره کړې او هغه یې غندلې دي: "د ولسمشر نننۍ کار بې مانا دی. د سپینې ماڼۍ چارواکي پوهېږي چې دا کار یې له ډیموکراټانو غچ اخیستنه ده."

نوموړي زیاته کړې، دمګړې د امریکا په پوځ کې زرګونه جنسبدلي خدمت کوي، هغوی اتلان دي. هغوی د ستاینې او قدرونې دي، نه دا چې د اعلی سرقومندان د سیاست قرباني شي.

د ښاغلي ټرمپ ټویټ دا اندېښنه هم ټوکولې چې د امریکا په پوځ کې په دندو د بوختو جنسبدلو برخلیک به څنګه کېږي؟

ورته مطالب