سعودي عربستان کې به نوې مالیه پر افغانانو څه اغېز ولري؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سعودي عربستان کې به نوې مالیه پر افغانانو څه اغېز ولري؟

د سعودي عربستان حکومت پرېکړه کړې چې له بهرنیو اتباع مالیه واخلي. سعودي عربستان په نړۍ کې تر ټولو لوی د تېلو تولیدونکی هېواد دی چې ډېر عواید هم له تېلو ترلاسه کوي. خو په دې وروستیو کلونو کې سعودي له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

له همدې امله د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې نه هره میاشت په سعودي عربستان کې له هر بهرني وګړي او د هغوی د کورنیو د هر غړي په سر ۲۶ ډالر مالیه اخلي.

دا مالیه به په تدریجې ډول تر ۲۰۲۰ کال پورې لوړېږي. دې مالیې په سعودي عربستان کې میشت بهرنیان او په دې ډله کې افغانان هم اندېښمن کړي دي.

ځینو هېوادونو لکه هند وار دمخه د خپلو اتباعو په بیرته ستنولو پیل کړی دی. آټکل دی چې ۱۱ میلیونه بهرنیان د سعودي عربستان په خصوصي سیکتور کې په دندو بوخت دي چې د کورنۍ د غړو شمېر یې دوه میلیونه او درې سوه زرو تنو ته رسېږي.

په دې کې د افغانانو شمېر له دریو سوو نه تر شپږو سوو زرو پورې یادېږي.

پروفیسور ماګنس مارسدن د بریتانیا د ساسیکس پوهنتون استاد دی چې ډېر ځله یې افغانستان ته سفرونه کړي او په اروپايي او اسیايي هېوادونو کې په ځانګړې توګه چین روسیه، تاجکستان، اوکرایین، عربي او خلیجي هېوادونو کې یې د افغان سوداګرو په اړه څیړنې کړې دي.

پروفیسور ماګنس مارسدن په دې وروستیو کې د افغانانو د وضعیت د څیړنې په موخه سعودی ته تللی و.

زموږ همکار حسیب عمار له نوموړي سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې په سعودي عربستان او خلیجي هېوادونو کې افغانانو په څه ډول سوداګر ۍ او کاروبار بوخت دي‎؟