امریکا: له داعش سره مبارزه کوو، نه د سوریې د حکومت پرضد

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا اونۍ وړاندې د بشار اسد ضد یوې ډلې ته وسلې او پیسې وځنډول.

امریکا د داعش ضد ټلوالې غړو ته خبرداری ور کړ چې په سوریه کې یواځې د دې ډلې پرضد مبارزه کوي او د بشار اسد په مشرۍ حکومت سره کار نه لري.

په دې برخه کې د پنټګان یو ویاند خبریالانو ته وویل، چې په عراق او سوریه کې د دغې ټلوالې مبارزه پر اسلامي دولت یا داعش ډله چورلي، نه د سوریې د حکومت ملاتړو ځواکونو پرضد.

اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د استخباراتو له خوا په سوریه کې د بشار اسد مخالفانو ته د وسلو او مرستې رسولو پټ پروګرام ودراوه.

* ویلادیمیر پوتین او ډونلډ ټرمپ د 'اړیکو رغول غواړي'

* د سوریې کړکېچ: امریکا او روسیه هوکړې ته 'نژدې شوې'

* ولسمشر پوتین: چا سره شخړه نه غواړو خو تاوان هم نشو منلی

د پخواني ولسمشر بارک اوباما په واکمنۍ کې دا مرسته له ۲۰۱۳ کال راهیسې پیل شوې وه او موخه یې دا وه چې د سوریې پر ولسمشر بشار اسد په فشار زیاتولو سره نوموړی له واک لاس پر سر شي.

امریکايي چارواکي وايي، د سوریې د حکومت مخالفو وسلوالو ته د سي اې اې د مرستې ځنډولو پرېکړه یوه میاشت مخکې شوې وه او موخه یې هم له مسکو سره د واشنګټن د اړیکو ښه کول دي.

روسیه د سوریې په شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد د حکومت ملاتړ کوي.

اټکل دی چې په دې جګړه کې نږدې نیم میلیون کسان وژل شوي او ۱۱ میلیونه هم کډوال شوي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې شپږ کلنه جګړه کې نږدې نیم میلیون خلک وژل شوي دي.

وروستیو کې چې د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف غړې او د بشار اسد د ځواکونو ضد یوې ډلې ته وویل شول چې د سوریې د حکومت ملاتړو ځواکونو پرځای د داعش پر ضد جګړه وکړي، نو دا ډله له ټلوالې بېله شوه.

د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ټلوالې ویاند ډګروال راین ډیون وايي، چې دې ډلې "په یو لوریز ډول او له امریکا یا ټلوالې سره له همغږۍ پرته" له یوې ځانګړې سیمې بهر پښه اېښې او "داسې فعالیت کې ښکېله شوې چې له داعش سره پر مبارزه یې تمرکز نه و".

ورته مطالب