امریکا کې سړي خپله ښځه ځکه وژلې چې ده پورې یې خندلې و

Emerald Princess cruise ship
Image caption مېرمن او مېړه په سیاحتي کشتۍ کې په سفر وتلي ول.

د امریکا الاسکا ایالت کې، د عیني شاهد په وینا، یوه کس چې د خپلې ښځې د وژلو تور پرې لګېدلی دی ځکه دا کار کړی چې ښځې یې "پر ده یې پرلپسې خندل".

دا پېښه په یوې سیاحتي کشتۍ کې شوې او کېنېت منزانارېس وروسته له هغه د خپلې ۳۹ کلنې مېرمنې د وژلو په تور ونیول شو چې مېرمن يې کشتۍ کې د دوی کوټه کې مړه وموندل شوه او پر سر یې ژور ټپونه درلودل.

تر نیول کېدو وړاندې د ښاغلي منزانارېس پر کالیو او لاسونو د وینې خاپونه لیدل شوي ول.

د امریکا رسنۍ وایي چې وژل شوې مېرمن کرستي منزانارېس نومېږي او د امریکا د یوتاه سیمې ده.

محکمې ته وړاندې شویو اسنادو کې عیني شاهد امنیتي کسانو ته ویلي، د دغه ښځې او مېړه خونې ته له ننوتو سره، ده ۳۹ کلن شکمن کس لیدلی چې وژل شوې مېرمن یې بالکن ته کش کوله. خو عیني شاهد وايي، ده له پښې نیولې او بېرته یې دننه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له پېښې وروسته کشتۍ د الاسکا ایالت جوېنیا سیمې پر لور خوځېدلې.

کله چې ښاغلی منزانارېس پوښتل شوی چې ولې یې داسې کار کړی، سړي ویلي:" هغې همداسې په ما پورې خندل."

پېښه د سه شنبې پر شپه د یمېرالد پرنسس په کروز کشتۍ کې شوې چې نژدې ۳۴۰۰ سیلانیان یې د یکشنبې پر ورځ د یوې اوونۍ لپاره له سیاتل پورته کړي ول.

د مېرمن منزانارېس امر ویلي چې ښه مور وه او خپلو اولادونو ته یې تر کار لومړیتوب ورکاوه.

څېړنې ځکه د امریکا د فدرالي څېړنو اداره، اېف بي ای ترسره کوي چې پېښه د امریکا د متحده ایالتونو په اوبو کې شوې ده. د پېښې پر مهال د کورنۍ نور غړي هم په کشتۍ کې سپاره ول خو د هغوی په اړه نور څه نه دي ویل شوي.

اړونده مطالب