د نوازشریف ځای ناستی به څوک وي؟

د انځور حقوق AFP

د پاکستان پخواني لومړي وزیر محمد نواز شریف خلاف محکمې کې له معلومو سرچینو د زیات جایداد ساتلو له پرېکړې مخکې د واکمن ګوند مسلم لیګ (ن) مهمو مشرانو د راتلونکي په تړاو پرېکړه کړې وه.

د ګوند ځینې مشران وايي، له څو ورځو راهیسې د ګوند مشرتابه پر بېلا بېلو لارو چارو غور کاوه. د ګوند دغه مشران وايي، د نوازشریف له نا اهل بلل کېدو وروسته د مشرتابه لپاره د یو شمېر کسانو پر نومونو غور شوی، چې د اړتیا پر مهال به اعلان شي.

د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

پاناما اسناد: د ايسلنډ لومړي وزير استعفا وکړه

د پاکستان ټاکنیز قانون له مخې د جرم ثابتېدو په صورت کې نوازشریف نه یوازې د لومړي وزارت لپاره ناوړ دی، بلکې د ګوند مشري هم نه شي کولای.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نوازشریف خلاف تحقیقاتو کې د هغه ورور شهبازشریف بې ګناه بلل شوی دی

د نوازشریف خلاف تحقیقاتو کې د هغه ورور شهبازشریف بې ګناه بلل شوی دی او ګوند کې دننه داسې ګومان هم شته، چې ګواکې له پاکستاني اسټیبلیشمنیټ سره د خپل مشر ورور پرتله د شهبازشریف اړیکي ښه دي.

مسلم لیګي مشران برالا وايي، چې پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف شهباز شریف ته د لومړي وزارت ورکولو وړاندیز کړی و، له جنرال راحیل شریف سره هم د نوموړي (خبرې) کېدې او له اوسني پوځي مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یې هم اړیکي تاوده دي.

خو دې لړ کې یوه تکنیکي ستونزه شته او هغه دا چې شهبازشریف د پارلمان غړی نه دی او د قانون له مخې نه شي کولای د لومړي وزیر په توګه کار وکړي، البته ځینې مبصرین په دې آند دي چې د ګوند مشرتابه لپاره شهبازشریف پیاوړی کاندید کېدای شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption خواجه اصف د نوازشریف له نژدې کسانو یو بلل کېږي

خواجه محمد اصف، رانا تنویر، شاهد خاقان عباسي او شیخ افتاب بیا داسې وزیران بلل کېدل، چې د ډېرو په باور که نوازشریف به له دوی پرته په خپل پخواني دفتر کې پنځم کس خوښ نه کړي.

رانا تنویر او شیخ افتاب له چوهدري نثار وروسته تر ټولو باتجربه کسان بلل کېږي او د خواجه اصف او شاهد خاقان عباسي په اړه ویل کېږي، چې نوازشریف ته نژدې کسان دي.

پاکستان کې ځینې په دې باور دي، چې نوازشریف د خپل سیاسي وارث په توګه خپله لور مریم نواز چمتو کوي. بل لور ته که څه هم د نوازشریف د مېرمنې کلثوم نواز د روغتیا په اړه اندېښنې شته، خو یو شمېر ګوندي مشران هغه لږ تر لږه د ګوند مشرتابه لپاره تر ټولو مناسب شخصیت بولي.

د انځور حقوق AFP

د خبریال عثمان غني په خبره هغه مهال چې نوازشریف د تبعید ژوند تېراوه مېرمن یې کلثوم نواز د ګوندي کاروکونکو پام جلب کړ.

د مسلم کارکونکي یوازې هغه مهال خوځښت پیل کړ، چې مېرمن نواز لاریونونه پیل کړل.

اړونده مطالب