د نواز شریف له ګوښه کېدو سره پاکستان بې ثباته کېږي

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption نواز شریف داسې مهال ګوښه شو چې امریکا غواړي پر پاکستان فشارونه زیات کړي

نیویارک ټایمز

امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف داسې مهال له دندې ګوښه کړل شو چې امریکا پر پاکستان د فشارونو زیاتولو هڅه کوي. امریکا غواړي پر پاکستان له ترهګرو ډلو د ملاتړ او خوندي ځای ور کولو له مله پر دغه هېواد فشارونه زیات کړي. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي یوه سلاکار نیویارک ټایمز ته ویلي چې که د نواز شریف په ګوښه کولو سره پاکستان له کړکیچ سره مخامخ کیږي نو دا چاره به امریکا دې ته پرېنږدي چې د افغانستان په اړه یوه همغږې کړنلاره ولري. دی وايي له شک پرته دغه ډول یو وضعیت به د امریکا پر کړنلارې اغیز ولري.

نیویارک ټایمز زیاتوي که څه هم د امریکا او پاکستان ترمنځ پوځي همکاري پر ځای پاتې شي خو بیا هم امریکايي چارواکي او په سویلي اسیا کې کارپوهان په دې اند دي چې که په پاکستان کې سیاسي وضعیت ناانډوله شي، نو ښايي دا به نه یوازې د امریکا بلکې د پاکستان د ګاونډیو هېوادونو هند، افغانستان او سیمې لپاره یوه لویه ستونزه وي.

پاکستانۍ ټوډې

پاکستانۍ ټوډې ورځپاڼه د یوې سرچینې په حواله لیکي، د مسلم لیګ نواز ګوند اکثره غړو هغه وړاندیز منلی چې له مخې به یې شهباز شریف د پاکستان راتلونکی لومړی وزیر وي. شهباز شریف د نواز شریف ورور دی او اوس د پنجاب مشر وزیر دی، خو ورځپاڼه زیاتوي په دې اړه به وروستۍ پرېکړه په پارلمان کې د مسلم لیګ د غړو په غونډه کې کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي تر هغه چې شهباز شریف د پارلمان رایه تر لاسه کوي د دفاع وزیر خواجه آصف به په موقته توګه د لومړي وزیر دنده پرمخ وړي.

اکسپریس ټریبیون

خو اکسپریس ټریبیون لیکي چې د پیلپز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ویلي ګوند به یې د لومړي وزیر د څوکې لپاره یو کاندید ولري.

نوموړي ویلي له نورو ګوندونو سره به له مشورې وروسته د مسلم لیګ نواز ګوند له نوماند سره د سیالۍ لپاره یو کس وټاکي.

هندوستان ټایمز

هندي ورځپاڼو هم د ښاغلي شریف د ګوښه کولو په اړه ځینې مطالب خپاره کړي، له دې ډلې هندوستان ټایمز په خپله سرمقاله کې لیکي چې د نواز شریف ګوښه کولو سره په پاکستان کې یوه سیاسي تشه رامنځته شوې او دا د هند په ګټه نه ده.

هندوستان ټایمز زیاتوي د ښاغلي شریف د ګوښه کولو په تړاو اصلی ټکي د پوځ او د نواز شریف د ګوند ترمنځ د واک وېش دی.

د ورځپانې په وینا په ټاکنو کې د ښاغلي شریف بریا له پيله د پوځ لپاره یوه اندېښنه او پرضد یې شوي لاریونونه او اعتراضونه چې د ورځپاڼې په وینا د پوځ په لمسون وشول هغه ته دا ور په یادول چې اصلي واک د چا په لاس کې دی.

ټایمز اف انډیا

بله هندۍ ورځپاڼه ټایمز اف انډیا لیکي چې هند د محکمې د هغې پرېکړې پایله له نږدې څاري چې په پایله کې یې نواز شریف له دندې لرې کړل شو او ګوري چې د ښاغلي شریف ځای ناستی به څوک وي.

په دې اړه یوه مطلب کې ټایمز اف انډیا زیاتوي چې نواز شریف د خپلې واکمنۍ پرمهال ښايي دا غوښتل چې له هند سره ښې اړیکې ولري خو د ورځپاڼې په نظر د هند په وړاندې د ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره یې هیڅ ونه کړل.

ورته مطالب