نواز شریف؛ سوداګر چې له ستونزو او فساد ډک دولت یې اداره کاوه

له واکه د نواز شریف لیرې کېدو په اړه د هغه پلویان دا بې عدالتي بولي د انځور حقوق Reuters
Image caption له واکه د نواز شریف لیرې کېدو په اړه د هغه پلویان دا بې عدالتي بولي

نواز شریف د درېیم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی. په ۱۹۹۹ کال د پاکستان د پوځي مشر جنرال پرویز مشرف په مشرۍ له پوځي کودتا وروسته نواز شریف له واکه لیرې شو، خو د ټاکنو له لارې یې بېرته واک ته لاره ومونده.

۶۳ کلن نواز شرف بندي شوی بیا له پوځي کودتا وروسته تبعید شو، خو په ۲۰۰۸ کال یې د پوځي مشر پرضد د مخالفت لاره خپله کړه او د ۲۰۱۳ کال پارلماني ټاکنوکې بریالی شو.

ښاغلی شریف په وروستیو دېرشو کلونو کې د پاکستان له مهمو سیاستوالو ګڼل کېږي، چې د نورو سیاستوالو په څېر دی هم د خپلې واکمنۍ پرمهال د فساد له تورونو سره مخامخ دی.

نواز شریف د مسلم لیګ ګوند مشري کوي. ښاغلی شریف د سیاست سربېره، د پاکستاني شتمنو سوداګرو له ډلې هم دي، چې ویل کېږي د پاکستان له پخواني پوځي مشر جنرال ضیاء الحق سره، چې له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۸ کاله د پاکستان پوځي واکمن و.

د نوازشریف ځای ناستی به څوک وي؟

د محکمې په حکم پسې نواز شریف هم له دندې استعفا وکړه

په بهر کې دی د داسې سړي په نوم پېژندل کېږي چې په ۱۹۹۸ کال یې د پاکستان لومړۍ اتومي ازموینې مر وکړ.

په وروستیو کلونو کې نواز شریف افغانستان او پاکستان کې د امریکا پر تګلارو نیوکه وکړه او له سخت دریځو سره یې د زړه سوي نه کولو تګلاره خپله کړه، همدا وو چې په وروستي ځل د ده له واکمنېدو وروسته پاکستان کې د سخت دریځو د اعدام لړۍ تېزه شوه.

ښاغلی شریف د پاکستان اقتصادي اصلاح او پانګونې ته د هڅولو تجر به لري، خو هڅه یې دا ده چې د پاکستان امنیتي وضعیت کنټرول او د پراخېدونکي فساد مخه ونیسي او د پرچاوېدونکې برېښنا ستوززې حل کولو ته لار ومومي.

پیلامه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له سیاسي صحنې او سعودي عربستان ته د نواز شریف په تبعیدېدو سره د هغه ګوند کې درز پیدا شو، ځینو پخوانیو پلویانو او یارانو یې د جنرال مشرف ملاتړ وکړ، خو په ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې بېرته واکمن شو.

نواز شریف په ۱۹۴۹ کال لاهور کې د صنعت یوه مخکښه کورنۍ کې زیږېدلی او له سیمه ییزو ټاکنو یې سیاست ته لار موندلې ده.

په لومړي ځل د سیاست ډګر کې د ضیاء الحق د واکمنۍ لومړیو کلونو کې راڅرګند شو، پنجاب کې د مالیې وزیر شو، بیا له ۱۹۸۵ تر ۱۹۹۰ کال پورې د پنجاب لومړی وزیر شو.

د سیاست پرتله نواز شریف په اداري چاروکې د ډېرې وړتیا او تجربې څښتن ګنل کېږي. دی په ۱۹۹۰ کال لومړی وزیر شو، خو په ۱۹۹۳ کال له دې پوسته لیرې شو، همدا وو چې د بینظیر بوټو د حکومت لپاره لار هواره شوه.

په ۱۹۹۷ کال بېرته د پارلماني ټاکنو په اکثریت رایو ګټلو لومړی وزیر شو، چې له پوځ پرته یې د هېواد پر ډېری بنسټونو او ادارو واکمني ترلاسه کړه.

شریف د پاکستان اساسي قانون کې د اسلامي شریعت تطبیقولو ته د لارې هوارولو لپاره د قانون د بدلولو هڅه وکړه.

دده هڅه دا هم وه چې پر پوځ واکمني ترلاسه کړي، خو سیاسي سیال او پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف یې پرضد پوځي کودتا وکړه او دی یې بې واکه کړ.

پر ښاغلي شریف د "فساد او ترهګرۍ" تورونه ولګول شول، همدا وو چې د عمري بند سزا ورته اعلان شوه، د هر ډول سیاسي فعالیت بندیز پرې ولګېد، خو د سعودي ریاض یې منځګړیتوب وکړ. تر ۲۰۰۷ کال پورې د پاکستان له سیاسي صحنې لیرې پاتې شو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان ټاکنیز قانون له مخې د جرم ثابتېدو په صورت کې نوازشریف نه یوازې د لومړي وزارت لپاره ناوړ دی، بلکې د ګوند مشري هم نه شي کولای.

سیالان

له سیاسي صحنې او سعودي عربستان ته د نواز شریف په تبعیدېدو سره د هغه ګوند کې درز پیدا شو، ځینو پخوانیو پلویانو او یارانو یې د جنرال مشرف ملاتړ وکړ، خو په ۲۰۰۸ کال ټاکنو کې بېرته واکمن شو.

خو د پاکستان پیپلز ګوند چې ډېری رایې وګټلې او شریف په مخالفت کې پاتې شو.

په دا بل کال، شریف له قانوني ستونزې سره مخامخ شو، سترې محکمې د ده ان د ورور شهباز شریف د نوماندېدو مخه ونیوه.

ښاغلي شریف د ده د نوماندېدو د مخنیوي دا فرمان خیانت وباله او ولسشمر اصف علي زرداري یې د هغه تر شا وباله، خو دواړه په مټ کې سره پوهېدل چې له واکه د نواز شریف د لیرې کېدو لپاره سره یوه خوله وو.

اړونده مطالب

ورته مطالب