کیم جونګ اون: د امریکا خاوره مو د توغندي تر سیوري لاندې ده

د انځور حقوق Reuters
Image caption تازه ازمویل شوی توغندی هواسونګ ۱۴ نومېږي.

شمالي کوریا د نوي توغندي ازمویل بریالي ګڼلې او هغه یې د امریکا لپاره تریخ خبرداری ګڼلی دی.

د شمالي کوریا د رسنیو پر بنسټ د دغه هېواد رهبر کیم جونګ اون ویلي، دې ازموینې وښوده چې د امریکا ټوله خاوره زموږ د توغندیو تر پوښښ لاندې ده.

ښاغلي اون زیاته کړې، اوس نو چې شمالي کوریا هر ځای وغواړي په نښه کولی یې شي.

له لویو وچو د لومړي تېرېدونکي توغندي له ازمایلو درې اونۍ وروسته شمالي کوریا دغه ډول دویم توغندی وازمویه.

د جاپان ملي خبري اداره وايي دغه توغندي د شاوخوا درې زره کیلومټر واټن په وهلو سره د جاپان په سمندر کې لویدلی دی.

تازه ازمویل شوی توغندی هواسونګ ۱۴ نومېږي.

امریکا په سویلي کوریا کې د شمالي کوریا د ګواښونو په ځواب کې د توغندیو ضد سیستم چې تاډ نومیږي ځای پر ځای کړی دی. د دغه سیتسم نصبولو په سیمه کې ځینې هېوادونه په تیره چین په غصه کړی.

نوی ازمویل شوی توغندي تر پخوانیو هغو زیات واټن وهلی او له ځمکي هم تر هغه ډیر پورته شوی دی.

ځینو هېوادونو د شمالي کوریا له خوا د دغه نوي توغندي ازمویل غندلي دي. له دې ډلې د سویلي کوریا ولسمشر (مون جي اين) د دې ازموینې پر غندنې سربېره له شمالي کوریا وغوښتل چې د خبرو نوې لاره خپله کړي: " دا چې د بالستیک توغندي ازمویل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړو سره په ټکر کې دي، نو ځکه یې د سویلي کوریا حکومت په کلکه غندي. دا ګام د نړۍ سولې او امنیت ته جدي ګواښ دی. یو ځل بیا پر شمالي کوریا غږ کوو چې د اتومي پروګرام د پراخولو په نیت له بې ځایه وهمه بیدار شي او پر ځای یې د خبرو نوې لاره خپله کړي."

دا په روان ۲۰۱۷ کال کې د شمالي کوریا اولسمه توغندیزه ازموینه ده.

په کالیفورنیا کې د میډل بوري د نړیوالو څيړنو د انسټیټیوټ غړی جیفري لویس وايي لومړني معلومات ښيي چې نوی ازمویل شوی توغندي په شاوخوا لس زره کیلومټره واټن کې خپل هدف په نښه کولی شي. دی وايي د دغه واټن په وهلو سره نوی توغندی کولی شي د امریکا لوېدیځ ساحل په نښه کړي.

ورته مطالب