سپیان ولې دوستانه چلند لري؟

د انځور حقوق Daniel Stahler/NPS
Image caption لیوان د یلوسټون په سیمه کې لوبې کوي

امریکايي ساینسپوهان وايي دوستانه چلند کول د سپیو په طبیعت کې نغښتي دي او کېدای شي انسانانو سره د سپیو د ګډ ژوند راز په همدې کې وي.

سپي په لسګونه زره کاله پخوا له لیوانو څخه د تدریجي تکامل په نتیجه کې راپیدا شوي دي.

ساینسپوهان وايي په دې موده کې، د سپیو ځینې ځانګړي جینونه جوړ شوي دي.

ښايي دغو جینونو سپیو ته ځانګړي شخصیتونه ورکړي وي، لکه دا چې له انسان سره ګډ ژوند کول یې خوښېږي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د پرینسټن پوهنتون ډاکټره بریجیټ فون هولټ وايي"په سپیو او لیوانو کې د جنیټیک تنوع په اړه زموږ موندنې د حیواناتو د شخصیت په هکله معلومات راکوي، او ښايي په دې معنا وي چې دې ته ورته جینونه ښايي په نورو اهلي یا کورنیو حیواناتو کې (ان په پیشوګانوکې) هم رول ولري،"

څېړونکو د کورنیو سپیو او خړو لیوانو چې په بند کې یې ژوند کاوه، د چلند په اړه څېړنه وکړه. د ستونزو حلولو او اجتماعي رویې وړتیا په اړه یې د دغو حیواناتو د مهارتونو په هکله یو لړ ازموینې وکړې.

د انځور حقوق Monty Sloan
Image caption په بند کې ساتل شوي لیوان انسانانو ته یواځې یو لنډمهالی پام کوي

څېړنو وښوده چې لیوان هم د سپیو په څېر د ستونزو په حلولو کې مهارت لري، لکه د یوې تړلې پلاستیکي کڅوړې څخه د غوښې د ټوټو راویستل.

خو، سپیو تر ډېره دوستانه چلند کاوه. ډېر وخت یې پردیو انسانانو ته کتل او د هغوې هرکلی یې کاوه، په داسې حال کې چې لیوان به یوڅه لیرې ګرځېدل.

د ډي اېن اېې (DNA) په ازموینو کې یې د ځینو ټاکلو جنیټیک بدلونونو او چلند ترمنځ اړیکه ومونده لکه پردیو کسانو او یا ټولنیزو نښو ته پام کول.

د روغتیا د ملي انسټیټوټ ډاکټره ایلین اوسټرانډر، چې په دې څېړنو کې یې برخه درلوده، وايي دا معلومات به د انساني ناروغیو په اړه څېړنو لپاره ګټور وي.

"دا له هیجانه ډکې موندنې ښيي چې د بشري ناروغیو په اړه د څېړنو لپاره له سپیو د جنیټیک معلوماتو د یو سیستم په توګه کار اخیستل کېدی شي، ځکه دا ښيي چې څرنګه د سپیانو په ځینو مهمو جینونو کې ځینې کوچني بدلونونه په انسانانو کې د سترو علایمو او اغېزو سبب کیدای شي".

د انځور حقوق Daniel Stahler/NPS
Image caption لیوان د یلوسټون په سیمه کې لوبې کوي

سپي ۲۰ زره، - ۴۰ زره کالو پخوا له هغو لیوانو راپیدا شوي چې د کورنیوحیواناتوپه توګه کارول شوي یا اهلي شوي وو.

د سپیو د اهلي کېدو نوې کیسه

دا بهیر هغه مهال پیل شو چې هغه لیوان به چې د انسانانو پر وړاندې یې زغم درلوده د ښکاریانو کېږدیو ته په پټه راننوتل او د خوړو پاتې شوني به یې خوړل.

د تاریخ په اوږدو کې، لیوان بالاخره مطیع او اهلي شول او پر اوسنیو سپیو بدل شول، چې اوس راز راز بڼې او ډولونه لري.

د معاشرت او ګډ ژوند کولو د وړتیا او د جنیټیکو بدلونونو ترمنځ د اړیکو موندل ښيي چې د سپیو دوستانه چلند به څرنګه ورو ورو رامنځته شوی وي.

ډاکټره فون هولټ وايي "دا خبره هغي نظریي ته زور ورکويِ چي څرنګه به دغه لیوان له خپلو هغو پلرونو څخه راپیداشوي وي چې د نورو پرتله یې 'دوستانه چلند' درلود، او ورو ورو اهلي شوي او په کورنیو حیواناتو بدل شوي".

دا څېړنه د ساینس پرمختګتونه په نامه په مجلې کې چاپ شوې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب