''ایراني سرحدي ځواکونو څلور پاکستانیان وژلي''

pakistan levies د انځور حقوق Getty Images

پاکستاني چارواکي وايي، ایراني پوله ساتونکو ځواکونو د پاکستان بلوچستان صوبې پنجګور سرحدي سیمه کې څلور کسان په ډزو وژلي او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.

بي بي سي سره خبرو کې د پنجګور سیمې یوه لوړ پوړي چارواکي ادعا وکړه، چې ایراني ځواکونو د پولې پر سر چیدګي سیمه کې دغه کسان په ډزو وژلي دي.

ایران له پاکستان وغوښتل پر پوله د وسله والو د بریدونو مخه ونیسي

ایران: پاکستان کې د وسلوالو پټنځي په نښه کوو

پاکستان کې د ایران لوېدلې ډرون الوتکه وموندل شوه

د نوموړي په وینا پر دغو کسانو د پولې له بل لوري ډزې شوې دي او پېښه کې وژل شوي او ټپيان کسان روغتون ته لېږدول شوي دي. نوموړې ویلي، ټول کسان د ټوپکو په ډزو لګېدلي دي.

ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي. پاکستاني چارواکي وايي، له دې مخکې هم په دغه سیمه کې ایراني ځواکونو پر خلکو ډزې کړې، چې مرګژوبله هم په کې اوښتې ده. د بلوچستان صوبې پنځه ضلعې له ایران سره اوږده پوله لري.

ایران له دې مخکې ادعا کړې وه، چې د پاکستان له خاورې یې پر پوله ساتونکو بریدونه شوي دي.

د ایران د حکومتي رسنیو د رپوټ له مخې، د سږ کال لومړیو کې د دغه هېواد ولسمشر د پاکستان لومړي ته د یوه پیغام په استولو سره د خپلو پوله ساتو پر وژنه خواشیني ښودلې.

حسن روحاني هغه مهال پر نواز شریف غږ کړی و چې د دواړو هېوادونو د ښو اړیکو د پرمختیا او پایښت لپاره دغه بریدګر د قانون منګولو ته وسپاري.

اړونده مطالب

ورته مطالب