''یو نیم متر اوږد مار مې په مخ پورې نښتی''

مار د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د مرطوبو سیمو دغه ډول ماران د ښکار په بدن کې د ویني ګرځېدو مخه نیسي

د امریکا اوهایو ایالت کې د اطفایې کارکونکو هغه ښځه ژغورلې، چې بواا کنسټریکتر نومي خورا اوږد مار یې له بدنه تاو شوی و او پر پزه یې چیچله.

دغې ښځې مرستندویانو ته ټیلیفون کې ویلي و، چې د کور درشل کې له یو نیم متر اوږده مار نیولي ده. د ځايي مرستندویه ادارې مشر ټیم کارډ ځايي کرانیکل- ټیلیګرام ورځپاڼې ته ویلي:

''کله چې زموږ کارکوونکي په امبولانس کې د پېښې ځای ته ورسېدل یوه ښځه یې ولیده، چې د کور درشل کې پرته ده او خورا اوږد مار یې له غاړې تاو شوی دی. مرستندویانو د مار سر پرې کړ، چې ښځه ترې ازاده کړي. ''

په مار میَن مار وچیچه

غټ مار اندونیزیایی سړی څرنګه وخوړ؟

دغه ډول ماران د ښکار له بدنه په دومره سختۍ تاویږي، چې د بدن مهمو غړیو ته یې د وینې او اکسیجن رسېدو مخه ونیسي او ووژل شي.

ټپي شوې ښځه چې وايي مخکې له دغسې ۱۱ مارانو سره مخامخ شوې، د پنجشنبې پر ورځ روغتون ته لېږدول شوې او ډاکټران وايي روغتیا یې ښه ده.

یو ځايي خبریال چې د پېښې ځای ته ورغلی و وايي، د کور دروازه کې یې یوه تشه ښیښه يي پنجره او د وینو یو کوچنی ډنډ ولیدل.

ورته مطالب