پاکستان: د نواز ځای شهباز ونیو، شاهد خاقان عباسي لنډ مهالی لومړی وزیر

شاهد خاقان عباسی د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ ن پرېکړه کړې، چې شهباز شریف به د دغه هېواد راتلونکی لومړی وزیر وي، خو تر هغه مهاله، چې نوموړی د پارلمان غړیتوب تر لاسه کوي، شاهد خاقان عباسي د لومړي وزیر په توګه کار کوي.

له بي بي سي سره خبرو کې د نېشنل ګوند مشر او د مسلم لیګ متحد سیاسي مشر میر حاصل بزنجو ویلي، نواز شریف ورسره خبرو کې تایید کړې، چې د شهباز شریف له لوري به د پارلمان غړیتوب تر لاسه کولو او د لومړي وزیر په توګه د دندې سمبالولو تر مهاله شاهد خاقان عباسي د پاکستان لومړی وزیر وي.

تېره ورځ د پاکستان سترې محکمې نوازشریف نااهله وباله او د هغه د کورنۍ خلاف یې د پلټنو امر وکړ.

د انځور حقوق Maryam nawaz /twitter

د مسلم لیګ ګوند ځینو مشرانو ویلي، نوازشریف غوښتل راتلونکو ټولټاکنو پورې د ګوند مشري وکړي او د دې هدف لپاره یې داسې بدیل مشر غوښت، چې ګوند یو موټی وساتي.

نوموړي د لومړي وزیر په توګه د خپل کشر ورور شهباز شریف نوم وړاندې کړ، چې د ګوند مشرتابه تایید کړ. خو شهباز شریف د پارلمان غړیتوب نه لري او د پاکستان د قانون له مخې نه شي کولای د لومړي وزیر په توګه کار وکړي.

دې اصل ته په پام سره د ګوند یو بل مشر شاهد خاقان عباسي تر هغه مهاله په موقت ډول لومړی وزیر ټاکل شوی دی، چې شهباز شریف د پارلمان غړیتوب تر لاسه کړي.

۲۰۱۳ کال نیمايي کې د کابینې ټاکلو پر مهال پخواني لومړي وزیر نواز شریف شاهد خاقان عباسي د نفتو او طبیعي سرچینو د فدرالي وزیر په توګه ټاکلی و.

نوموړی د نوازشریف له نژدې کسانو یو بلل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان سترې محکمې پرون جمعه د ښاغلي نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې په پایله کې نوموړی بې واکه اعلان کړ.

دا ګام له هغه وروسته دی، چې د پاکستان سترې محکمې پرون جمعه د ښاغلي نواز شریف او د هغه د کورنۍ د پاناما لیکس د تورونو د پلټنې په پایله کې نوموړی بې واکه اعلان کړ.

نواز شریف تل دا تورونه رد کړي دي.

پر ۲۰۱۶ کال د پاناما لیکس د اسنادو له مخې د نواز شریف کورنۍ بهر کې پټه شتمني لري.

د دې تورونو له مخې د ښاغلي شریف درې بچیان( مریم، حسن او حسین) په بهر کې د څو ثبت شویو شرکتونو په معاملو کې لاس لري.

ورته مطالب