د ځورول شویو کډوالو درملنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ځورول شویو کډوالو درملنه

د یونان په لسباس ټاپو کې مرستندویه کارکوونکو بي بي سي ته ويلي چې له داسې کډوالو سره کار کوي چې د اسلامي دولت یا داعش په ولکه کې ډېر له روحي، جنسي او فیزیکي پلوه ځورول شوي دي او اوس ډېر په خطر کې دي.

اروپايي کمیسیون وايي دا خلک باید اتنز ته ولېږل شي چې سم متخصص ډاکتران یې وګوري.

د یونان حکومت اوس وايي هڅه کوي چې دغه ډول په خطر کې کسان ژر تر ژره معلوم کړي.