ولې کلیوالې هندۍ د مېړه نوم نه اخلي؟

د انځور حقوق VIDEO VOLUNTEERS
Image caption هندي مېرمنو ته ځیني اصول یا رواجونه له کوچنیوالي په دودیزه توګه ور ښودول کېږي

ځیني خلک به وایي چې په نوم کې څه دي، یوه عادي خبره ده. خو د هند په کلیوالو سیمو کې مېرمنې باید له نومونو سره ډېر احتیاط وکړي، په خاصه توګه د خپل مېړه له نامې سره.

احتیاط داسې چې باید هېڅ کله یې هم نوم وانخلي. په هندې کې داسې جوړې هم شته چې د ودونو یې لسیزې تېرې شوي، اولادونه، لمسیان او آن کړوسیان لري.

خو مېرمنې هېڅ کله هم خپل خاوند په نامه نه دی یاد کړی. دا دود په کوم ځانګړي دین پورې اړه نه لري. په هند کې د ټولو ادیانو مېرمنې یې پالي. هندوانې مېرمنې خو مېړه ته آن د خدای درجه ورکوي او د عبادت وړ یې بولي.

هندۍ پېغله د باډي بیلډرۍ نړیواله اتله شوه

ولې هندۍ ښځې د غوا څېره په سر کړې؟

هندي مېرمنو ته ځیني اصول یا رواجونه له کوچنیوالي په دودیزه توګه ور ښودول کېږي.

لکه دا چې باید تل د خپل مېړه درناوی وکړي، هره خبره یې ومني او نوم یې وانخلي.

د مېرمنو په زړونو کې دا وېره هم اچول کېږي چې د مېړه نوم اخیستل، د هغه عمر راکمولی شي، یا یې بخت او روزګار ور خرابولی شي. په اړیسمه ایالت کې خو داسې هم شوي چې یوې مېرمنې په تېروتنه د خپل مېړه نوم یاد کړی، د نندرور یې ورته پام شوی او د کلیوالو شورا ته یې شکایت کړی.

د انځور حقوق VIDEO VOLUNTEERS
Image caption روحیني پوار وايي، خلک پوښتنه کوي، چې ولې د دوی نومونه موږ ته مهم دي

شورا هم مېرمن ملامته کړې او د سزا په توګه یې له کلي بهر یوې جونګړې ته استولې. دغه مېرمن مهاتو نومېږي او وایي، په تېرو اتلسو میاشتو کې کلیوالو ورسره راشه درشه بنده کړې او آن خبرې هم نه ورسره کوي.

اوس د ویډیو والنټیرز په نامه یوې ډلې کمپاین کړی او کلیوالې مېرمنې دې ته هڅوي چې لرغوني دودونه مات کړي او خپل مېړونه په نامه یاد کړي.

روحیني پوار د همدې کمپاین غړې ده. وایي پيل یې له کوره وکړ. مېړه یې پراکاش په دې کار ناراض نه دی.

یعنی بده یې نه ګڼله چې مېرمن یې دی په نامه یادوي. خو روحیني وایي چې د کلي نورو خلکو ورپورې ملنډې وهلې او پر دې یې تور لګاوه چې د خپل مېړه سپکاوی کوي.

د انځور حقوق VIDEO VOLUNTEERS

د نورو مېړونو غبرګون بدل و. یوه مېرمن وایي، کله یې چې په لومړي ځل د خپل مېړه نوم واخیست او ور غږ یې کړ، یوه څپېړه یې نصیب شوه.

په ښاري سیمو کې بیا حالت په بدلېدو دی او په هندي مېرمنو کې د لوستو شمېر هم ډېر شوی، ګڼ شمېر مېرمنې رسمي دندې لري، سینما او له نورو کلتورونو سره بلدتیا هم د دې لامل شوي چې هندې مېرمنې اوس پرته له کوم شرم او وېرې خپل مېړونه په نامه یاد کړي.

خو تر هغې چې کلیوالې مېرمنې هم دا جراات پیدا کړي، وخت او خواري به غواړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب